شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکابل: د هند او چین سرحدي جنجال نه غواړو دا د سیمې...

کابل: د هند او چین سرحدي جنجال نه غواړو دا د سیمې په تاوان دی

تاند، یکشنبه، د سرطان لومړۍ: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند او چین ترمنځ د وروستي رامنځته شوي سرحدي کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې او د خبرو له لارې د یادې مسئلې د هواري غوښتنه یې کړې ده.

د جون پر ۱۵مه د همالیا په سرحدي سیمه کې د هند او چین د سرحدي سرتیرو ترمنځ رامنځته شوې نښتې له امله د هندي چارواکو په وینا دواړو لورو ته تلفات اوښتي او اوس ډیلی او بیجینګ دواړه په دغه پېښه کې یو او بل په ناغېړي تورنوي.

د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د یادې پېښې تر رامنځته کېد وروسته دواړو هیوادونو پخپلو پولو کې زرګونه سرتیري ځای پر ځای کړل.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه ناوخته دا کار ناسم بللی او په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې کابل له ډیلي او بیجینګ سره دوستانه، تاریخي اړیکې او ستراتیژیک مشارکت لري.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوي نښتې ته په اشاره ویل شوي:”د دې پېښې پایلې د سیمې او نړۍ په ګټه نه دي.”

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې هند او چین دواړه په سیمه کې د دوو پياوړ هیوادونو په توګه را ولاړې شوي ستونزې د تفاهم او ښه ګاونډیتوب له مخې حل کړي.

هند او چین خپلو کې ۳۵۰۰ کلیومتره ګډه پوله لري، د هند اردو ویلي چې د وضعیت سمېدو په هدف د داوړو لورو ترمنځ په سرحدي سیمه کې مذاکرات پيل شوي دي.

تر اوسه د دغو مذاکرات نتایج نه دي روښانه شوي.
هند او چین د افغانستان ستراتیژیک ملګري دي او په دغه هیواد کې د بیارغونې په برخه کې ګڼې پروژې پلې کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب