لیکوال: داکتر نور احمد خالدي
ژباړن: سیلانی
د میرویس خان هوتک (۱۷۰۹ م) د پاڅون پر مهال اوسنی افغانستان پۀ ختیځ کې لۀ کابله تر بلخه پورې د بابریانو ( مغلانو) لۀ خوا لۀ ډهلي څخه اداره کېدۀ. زموږ خاوره د هغو کسانو لۀ خوا اداره کېده چې ددې سیمې اوسېدونکي نۀ وو.
خراسان، کابلستان، زابلستان، تخارستان، سیستان، افغانستان، غرجستان او غور ددې هېواد دبېلابېلو سیمو نومونه وو. موږ د تاریخ پۀ اوږدو کې هېڅکله د خراسان پۀ نوم یو خپلواک هېواد نۀ درلود، چې د اوسني افغانستان ۳۰% سلنه خاوره یې احتوا کړي وي او د تاریخ پۀ اوږدو کې هېڅکله د خراسان د واکمن پۀ توګه څوک نۀ دي تېر شوي. کۀ څوک یې پېژني، نو موږ ته دې هم را پۀ ګوته کړي.
د هرات تیموریان یواځیني واکمنان وو، چې د میرویس نېکه او احمدشاه بابا څخه درې سوه کاله مخکې لۀ دې خاورې را ټوکيدلي او پۀ دې خاوره یې واکمني درلوده، مګر هغوی هم لۀ سمرقند څخه د تیموریانو لۀ درباره حکم تر لاسه کوو…
کله چې الپتګین پۀ غزني کې د غزنویانو دولت جوړ کړ، هغه لۀ خراسان څخه را تښتېدلی و. پۀ خراسان کې نورو کسانو واکمني درلوده. هرات، بادغیس، نیشاپور، مشهد او مروه د خراسان سیمې وې. بلخ د تخارستان لۀ توابعو څخه و. لۀ فراه څخه تر پېښوره د سیستان، زابلستان او کابلستان سیمې شاملې وې. د لوی خراسان پۀ نامۀ څۀ نشته او لوی خراسان یو لوی دروغ دی.
پۀ دې هکله چې آیا له احمدشاه بابا څخه مخکې، میرویس خان هوتک پۀ کندهار کې د پادشاهۍ اعلان کړی و کنه، پۀ دې اړه بېلابېلو روایاتونه موجود دي.
لۀ هغې ډلې څخه سر جان ملکم در ایران پۀ تاریخ کې د هانوی لۀ قوله، چې د میرویس نېکۀ معاصر و، لیکلي چې میرویس خان د پادشاهۍ اعلان وکړ او امر یې وکړ چې پۀ نوم یې سکه ووهل شي. (سر جان ملکم، دایران تاریخ. لندن، 1815م، لومړی ټوک، مخ606)
د یاد کتاب انګلیسي ژباړه کې د سکې بیت هم راوړل شوی دی. پۀ دري ژبه کې تر دې وروستیو د بیت مضمون مجهوله و، چې بالاخر استاد خلیل الله خلیلي پۀ ۱۹۷۴ م کال چې بغداد کې سفیر و، پۀ ژوندون مجله کې د عربو تذکره لیکونکو له قوله یوه لیکنه خپره کړه چې پۀ هغۀ کې یاد بیت پۀ دې ډول راوړل شوی دی:
((سکه زد بردرهم دارالقرار قندهار – خان عادل شاه عالم میرویس نامدار))
نو پۀ دې اساس لکه څنګه چې لیدل کیږي، پۀ اوسني افغانستان کې د خپلواک دولت پروسه د میرویس نېکۀ پۀ وخت کې پیل او د احمدشاه بابا لۀ لوري پۀ ۱۷۴۷ م کال بشړه شوه.