شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد او طالبان: د بګرام پر څارنوالانو برید د سولې د دښمنانو...

خلیلزاد او طالبان: د بګرام پر څارنوالانو برید د سولې د دښمنانو کار دی

تاند، سه شنبه، د سرطان ۳مه: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو په جلا جلا اعلامیو کې د بګرام زندان پر څارنوالانو وسله وال برید د سولې د دښمنانو کار بللی دی.

تېره ورځ لویې څارنوالۍ اعلان وکړ، ۵ څارنوالان یې چې په بګرام زندان کې د بندیانو د خلاصون دوسیو څېړنې لپاره مؤظف وو، د کابل ده سبز ولسوالۍ کې د وسله والو لخوا وژل شوي دي، چې طالبانو دا برید وغانده او خپل هر ډول لاس لرل یې پکې رد کړل.

لویه څارنوالي: وسله والو د بګرام زندان ۵ څارانوالان وژلي

طالبانو وویل، افغان سوله ګڼ دښمنانان لري او ټول لوري باید په دې تړاو متوجه اوسي.
بلخوا زلمي خلیلزاد په تازه ټویټونو کې ویلي، چې د څارنوالانو پر دغه ډله شوی برید دې جدي وڅېړل شي او عاملانو ته دې یې سزاورکړل شي.

زلمي خلیلزاد ویلي، دا برید د سولې پر وړاندې د کورنیو او بهرنیو خنډ جوړوونکو کار دی تر څو دایمي اوربند او افغاني مذاکرات له خند او ځنډ سره مخ کړي.

زلمی خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پخپله دامریکا د ملي امنیت پخواني مشاور د ده پر پروژه نیوکې کړې دی او تېره ورځ ولسي جرګې هم ویلي چې امریکا پر افغانستان د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان نسخه تطبیقول غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب