سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهلویه څارنوالي: وسله والو د بګرام زندان ۵ څارانوالان وژلي

لویه څارنوالي: وسله والو د بګرام زندان ۵ څارانوالان وژلي

تاند، دوشنبه، د سرطان ۲ مه: لویه څارنوالي وایي، نن یې پنځه کارکوونکي د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د وسلوالو لخوا وژل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي تاند ته وویل، چې یاد کسان د بګرام د عدلي مرکز کارکوونکي وو چې نن سهار ۸ بجې دندې ته د تلو پر مهال ده سبز ولسوالۍ کې د وسلوالو لخوا وژل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه وایي، خو زیاتوي دوی هلته د بندیانو د خلاصون دوسیو څیړلو لپاره مؤظف وو.

تر اوسه کومې ډلې یا کس د شوې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
دا په کابل کې نن دویمه خونړۍ پېښه ده چې رامځته کېږي.

نن سهارهم شاوخوا ۹ بجې وسلوالو غلو د دریمې حوزې اړوند دهمزنګ سیمه کې یو پولیس په ډزوو وواژه او یو بل یې تپي کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب