شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغانستان له هرات وروسته دوه پښتنو ولایتونو کې د زعفرانو کښت ترویجوي

افغانستان له هرات وروسته دوه پښتنو ولایتونو کې د زعفرانو کښت ترویجوي

تاند، دوشنبه، د سرطان ۲ مه: د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د زعفران بوټي د ترویج لپاره یې د لوګر او پکتیا ولایتونو یو شمېر بزګرانو ته د زعفران د بوټي پیاز ویشلي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، له دوه کلونو راهیسې د لوګر او پکتیا ولایتونو په شمول د افغانستان ۳۰ ولایتونو کې دغه بوټی کرل کیږي چې ښه حاصل ترې اخیستل شوی.

اوس د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي: “اصلاً تصور مو نه کاوه چې دغو ولایتونو کې به د زعفران بوټی شین او حاصل ورکړي، خو د دوه کلونو حاصل ته چې ګورو ښه نتیجه مو ترې اخیستې ده.”

نوموړی وايي اوس یې د لوګر ولایت بزګرانو ته د زعفرانو ۵ زره کیلو ګرامه او د پکتیا ولایت بزګرانو ته یې ۳ زره کیلو ګرامه د زعفرانو پیاز ویشلي دي.

د یادونې ده افغانستان لا هم نړۍ کې له هغه هېوادونو څخه دی چې تر ټولو ډېر کوکنار پکې کرکل کیږي خو په وروستیو کلونو کې د زعفران بوټي په امن سیمو کې د کوکنارو د کرکیلې مخه تر یوه حده نیولې ده.

د افغانستان زعفرانو په تېرو څو کلونو کې لږ تر لږه اته وارې د نړۍ تر ټولو د ښه کیفیت زعفرانو مقام ګټلی.

تېر کال افغانستان کې لږ تر لږه شل ټنه زعفران تولید شوي دي.
د کرنې وزارت وايي چې سږ کتل د وړاندوینې له مخې د تېر کال په پرتله ډېر حاصل تر لاسه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب