سه شنبه, مې 21, 2024
Homeجنرال وزیريد انسانیت لار| جنرال دولت وزیري

د انسانیت لار| جنرال دولت وزیري

وايي:

«هلته يې انسان بوله چې انسان شي!»

یوه غوره وینا داسې ده:

«هغه انسانان چې له لوړې ارتفاع ډارېږي، کاش د پستۍ له کندې هم ډارېدلای.»

که څه هم په فزیکي لحاظ تقریباً ټول انسانان سره ورته دي، خو د دوی تفکیک د فکري، رواني او ذوقي مسایلو له مخې کېږي.

د ځینو پوهانو وینا دا ده، چې په هر انسان کې یو ډول پټ ځناور شته، چې هڅه کوي، شخص بېلارۍ او ځناورتوب ته وهڅوي.

انسان کېدل او له ځناورتوب څخه راوتل، که څه هم اسان کار دی، خو پوره هنر غواړي، دا په خپله د هر چا د وس خبره ده. هر څوک کولای شي هغه انساني خویونه چې ټولنې او خلکو ته د منلو وړ وی او لوی څښتن تعالی ور باندې راضي کیږي په ځان کې وروزي.

کله چې یو څوک نه غواړي د سهار له خوا له خپل کټ څخه راپورته شي، فکر دې وکړي چې دی باید د یوه غوره انسان په توګه خپله دنده پیل کړي او وګوري چې ټولو الوتونکو، مېږیانو، غڼو، مچيو او نورو ټولو خپل کار پیل کړی دی، ونې او غڼې هم د لمر له وړانګو خوند اخلي او د ښکلي نسیم په څپو کې په نڅا بوخت دي.

له بشریت سره دښمني د یوه غوره او نېک انسان کار نه دی. د انسانیت پر لاره برابر انسان ساده، سپېڅلی، پاک لمنی، د ښو اخلاقو او لوړ وقار لرونکی، مهربانه، عادل، دینداره، د ښې راشه درشې خاوند، مینه ناک، پر خپله کورنۍ مئین او د خلکو په چوپړ کې وي.

په نړۍ کې ډېرې بیلګې لیدل شوي، چې غوره انسانانو په ژوند او وروسته له مړینې خپل ټول شته د خپلې ټولنې په خدمت کې ورکړې دي.

د روم پاچا مارک اورل (تر میلاد مخکې، له ۱۶۱ څخه تر ۱۸۰ پورې پاچا و) چې یو فیلسوف او د نېکو اخلاقو خاوند و، تر مړینې وروسته يې مېرمنې د نوموړي له وصیت سره سم د دې پر ځای چې پر ده ښکلی او مجلل زیارت جوړ کړي، د ده شتمنی يې د ده په نامه د يوې خيريه ټولنې پر جوړولو ولګوله. د دې خیریه ټولنې له لارې به يې پنځه زرو بېوزلو وړو نجونو ته وړيا مرستې برابرولې.

سقراط به ویل:

«که څوک چې په یوه ټولنه کې زېږېدلی، لوی شوی او روزل شوی وي. نوموړی کس له هغې ټولنې څخه پوروړی وي، د انسانیت لار بیا دا ده چې د دې ټولنې ټول وضع شوي قوانین بې له کوم ځنډه پر ځان ومني.»

انسان ټولنیز شخصیت دی او له ځناورو سره يې تفاوت هم په همدې کې دی چې د يوې انسانی ټولنې له پاره د انساني قوانینو په جوړولو او وضع کولو کې برخه اخلي او له بل هر چا څخه يې مخکې تر مخکې پر ځان عملي کوي.

ناپلیون بناپارت به ویل:

«یوه انساني او ارماني ټولنه له یو بل سره د خلکو د مرستو او د ټولنې د ښه نظم له پاره د قوانینو د جوړولو له لارې رامنځ ته کېږي. په ټولنه کې په ځانځاني توګه ژوند امکان نه لري، ځکه چې ټول د یوه او بل مرستو او لاسنيوي ته اړتیا لري.»

په ځناورتوب کې مزې او خوندونه لنډمهاله وي، ځکه خلک له وحشي او داړوونکو ځناورو لیرې تښتي!

هغه کسان چې په دغسې لنډمهاله خوند پسې وي، بالاخره یوازې پاتې کېږي. په ټولنه کې خپل باور له لاسه ورکوي او په پای کې داسې کسان د ټولنې په مضرو او ځناورو  کسانو بدلېږي.

د امریکا متحدو ایالتونو شپاړلسم ولسمشر، ابراهام لینکلن به ویل:

«یو څاڅکی شات تر یوه ګیلن زهرو ډېر مچان ځان ته را ټولولای شي.»

څوک چې په یوه ټولنه کې ژوند کوي، اړینه ده چې په هغه ټولنه کې د ژوند کولو ټولې طريقې زده کړي او ټول کارونه د یوه سالم فکر له لارې تر سره کړي، نه دا چې په خپل سر هر څه يې چې زړه غوښتې وي د لېونی او د یوه ځناور په څېر ژوند غوره کړي.

ارسطو به ویل:

«ټول وخت د زړه مه منئ، اول سوچ وکړئ او بیا عمل وکړئ ځکه چې سر تر زړه پورته دی.»

 عقل د ژوند هنر دی، نو ځکه د ژوند موخه لذت نه بلکې فضليت ته رسیدلی دی.

په فضلیت کې امانت، عدالت، مهربانۍ او تحمل ته ژمنتيا پرته وي. نو ځکه د انساني لارې پيروان ټول وخت په لذتونو پسې نه ګرځي او دوی لذت او خوندونه انسانانو ته په چوپړ کې لټوي.

په یوه ټولنه کې ژوند کول په دې مانا نه دي، چې څوک به په هېڅ صورت له يوې غلطۍ سره نه مخامخ کېږي، دلته څه چې ډېر اړین دي هغه د خپلې غلطۍ منل او د غلطیو له تکرار څخه ډډه کول دي.

د امریکا له نظري فزیکپوه او د بروکلين پوهنتون له استاد جې، رابرټ اوپنهایمر څخه يې پوښتنه وکړه:

«ولې دې لومړی اټومي بم جوړ کړ؟»

  اوپنهایمر په ځواب کې وویل:

«ما ګومان کاوه چې د اټومي بم په جوړولو او د هټلر له وژلو سره به د تل له پاره جګړې پای ته ورسېږي. خو داسې ونه شول، نو ځکه نن د نړۍ ټول فزیکپوهان ما ملامتوي، چې ما دا کار ولې وکړ. خو زما له لاسه اوس هېڅ پوره نه دي چې دغه ناوړه کړنه جبران کړم.»

دی زیاتوي:

«د هایډروجني بم د جوړلو له پاره يې له ما هیله وکړه، څو زه بیا د اټومي بم د جوړولو په څېر دغه ناوړه کړنه نه تکراروم.»

د انسانیت په اړه یوه نظریه دا ده، چې هر څومره یو انسان زیاته پوهه ولري، هغومره انسانیت پیدا کوي او هرڅومره چې له پوهې شاته پاتې یا ترې بې برخې وي، هغومره له انسانیت څخه لیرې وي، خو د یوه انسان پوهه او علم باید د ټولنې په خیر تمام شي.

په ټولنه کې د ښه او انساني ژوند له پاره کار او مبارزه د هر چا حق او مسئولیت دی.

ټولنه په خپله پرمختګ نه کوي او نه د ټولنې ظالم او کرغېړن کسان له خپلو ناوړه کړنو څخه لاس اخلي. د يوې ټولنې ټول غړي باید د ټولنې د اصلاح او پرمختګ له پاره له خپل توان سره برخه واخلي او د ظالم د ظلمونو او ناوړه کړنو پر ضد مبارزه وکړي.

وايي:

«ظالم او مظلوم به دواړه په دوزخ کې وي، ځکه ظالم به د خپل ظلم له کبله او مظلوم به د خپل حق د نه غوښتلو او د ظالم پر ضد د غږ نه پورته کولو له امله په دوزخ کې وي.»

خوشحال بابا به د ټولنې د ناوړه کسانو په هکله ویل:

           چې بد نه کاندي خبیث

                         نور به څه کاندي خبیث

            ځینې تمه د ښو مه کړه

                          کله ښه کاندي خبیث

            چې د بل ښېګڼه ویني

                          ځان اوبه کاندي خبیث

             که يې ځای وکړي په زړه کې

                           خوږ دې زړه کاندي خبیث

            چې جهان ورځنې خلاص شي

                          خدای دې مړه کاندي خبیث

            د مېږي غوندې خوشحاله

                         الوتکه کاندي خوشحاله

بل ځای وايي:

              د سړي هومره ښادي ده

                          چې په زړه کې يې همت شته

              سر هاله، په تنه ښه وي

                           که د سر سره عزت شته

په ټولنه کې نورو ته د چوپړ په هکله وايي:

            وګړي واړه کارونه خپل کړه

                         مردان هغه دي چې کار د بل کا

رحمان بابا په ټولنه کې د ناوړه کسانو په هکله وايي:

            نادان دین ور کوي دنیا پرې اخلي

                       دانا نه کوي دا دادن دا ګرفتن

د پت او عزت په هکله وايي:

         سر دې درومي، مال دې درومي، پت دې نه ځي

                            د سړي د چارې کل خوبي په پت ده

ګل پاچا الفت به ویل:

         زړه يې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی

                         په لیدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب