جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهلوړو زده کړو وزارت: تر څو موږ اعلان ونکړو، هیڅوک د کانکور...

لوړو زده کړو وزارت: تر څو موږ اعلان ونکړو، هیڅوک د کانکور اخیستلو اجازه نه لري

تاند، دوشنبه، د سرطان ۲ مه: د لوړو زده کړو وزارت وايي، په هېواد کې لا هم کورونا په بشپړ ډول ختمه شوې نه ده او د دغه وزارت له هوکړې پرته هیڅ خصوصي پوهنتون د کانکور اخیستلو اجازه نه لري.

د دغه وزارت د محصلانو چارو مرستیال سید فرهاد شهیدزاده وايي، د کانکور ازموینې نېټه به د لوړو زده کړو وزارت اعلانوي او له هغې وروسته به د کانکور ازموینه اخیستل کېږي.

نوموړیی وايي، د کانکور ازموینې لپاره لا هم د چمتووالي هڅې روانې دي: ((خصوصي پوهنتونو ته د کانکور پروسې د لا ښه انسجام په موخه، په یو بشپړ طرزالعمل باندې توافق شوی دی چې له دې وروسته هېڅ خصوصي بنسټ په مستقله او خپلسرې توګه نشي کولای د کانکور آزموینه واخلي؛ بلکې دغه پروسه به د لوړو زده کړو وزارت په همغږۍ د آزموینو ملي ادارې له لارې تر سره کېږي.))

ښاغلی شهیدزاده زیاتوي، د محصلانو چارو ریاست د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو سره په همغږۍ د جواز لرونکو بنسټونو، پوهنځیو او څانګو نوملړ برابروي او بیا به د کانکور ازموینه اخیستل کېږي.

د کانکور د ازموینو د ادارې مشر عبدالقدیر خموش هم وايي، چې د کانکور لپاره ټول چمتووالی نیول شوی او له دې وروسته به د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ازموینه د لوړو زده کړو وزارت اخلي.

ښاغلی خموش زیاتوي، دوی خپله طرحه د عامې روغتیا وزارت ته د تائید او د روغتیايي سپارښتنو د مراعتولو په نظر کې نیولو سره د کانکور د اجازې اخیستلو په موخه لیږلې ده: ((هر کله چې یاده طرحه تائید شوه دغه اداره به په ډېر نږدې وخت کې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کانکور آزموینې بهیر پیل کړي.))

هر کال د هېواد په تودو ولایتونو کې د چنګاښ، زمري او وږي په میاشت کې د کانکور ازموینه اخیستل کېږي، خو په هېواد کې د کورونا ناروغۍ د خپرېدو له امله تراوسه د کانکور ازموینه اخیستل شوې نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب