سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: امریکا پر افغانستان د عمران خان نسخه عملي کول غواړي

ولسي جرګه: امریکا پر افغانستان د عمران خان نسخه عملي کول غواړي

تاند، دوشنبه، د سرطان ۲ مه: د ولسي جرګې یو شمېر غړي ټینګار کوي چې د امریکا ولسمشر غواړي د افغانستان لپاره د عمران خان ورکړې نسخه د سولې په نوم عملي کړي.

وکیلانو ټینګار وکړ چې دوی به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې موجوده نظام ګډوډ کړي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې نیلوفر ابراهیمي وایي، دوه کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره عمران خان په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت د جوړولو طرحه وړاندې کړه چې امریکایان اوس هڅه کوي دغه نسخه پلې کړي.

میرمن ابراهیمي زیاته کړه امریکا د افغانستان په قضیه کې له پاکستان سره معامله روانه کړې خو په وینا یې افغانستان اوس په یوویشتمه پیړۍ کې دی او له ټاکنو پرته د حکومت کولو بله هیڅ لار له چا سره نشته.

نوموړې زیاته کړه چې په افغانستان کې د موقت حکومت نسخه اوسنی بحران او ننګونې لا پسې زیاتوي.

میرمن ابراهیمي په ولسي جرګه غږ وکړ چې د متحده ایالاتو لخوا د لنډمهاله حکومت د جوړولو د ډنډورچیانو پر وړاندې ټینګ دریځ غوره کړي.

د سمنګان استازي ضیاالدین ضیا هم په نننۍ ناسته کې وویل چې د لنډمهاله حکومت د جوړولو دسیسه په هیواد کې د سولې د پروسې د پیل په پلمه راپورته شوې ده خو دا خطرناکه ده: “ځینې منافقان د سولې د پروسې د پیل په پلمه اوسنی نظام نسکوروي او لنډمهاله اداره جوړوي.”

ضیا زیاته کړه، د افغانستان خلک د هغې سولې طرفدار دي چې د خلکو لپاره ښه وي او د خلکو د انتخاب پر اساس د حکومت رامینځته کولو په ګډون د دوه لسیزو ارزښتونه پکې خوندي شي.

ښاغلي ضیا اوسنی حکومت او نظام په هیواد کې د زرګونو عسکرو د وینو ثمره وبلله او زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چې موجوده حکومت ړنګ کړي.

د جوزجان استازې ، زلما صدف کریمي هم د نن ورځې په ناسته کې سوه یوه “افواه” وبلله او زیاته یې کړه چې دا اوازې د هیواد د نظام پایښت په خطر کې اچوي.

نوموړې اوربند د خبرو ترټولو مهم پړاو وباله او زیاته یې کړه چې له اوربند پرته به په هېواد کې هیڅ رښتینې سوله رامنځته نشي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان شاوخوا دوه کاله وړاندې پر افغان حکومت غږ وکړ چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي او په افغانستان کې د “موقتي حکومت” د جوړولو وړاندیز یې وکړ، خو دا خبرې اوس هم د طالبانو او امریکا لخوا په غیر مستقیم ډول مطرح کیږي.

خو ولسمشر غني بیا څو ورځې وړاندې هم ټینګار وکړ چې د موقت حکومت خبرې له وخته مخکې دي او هیڅ زوړ فلم ته به د تکرار اجازه ورنکړي.

3 COMMENTS

  1. وطنوالو دا قبول کړی چه د موقت خکومت یا بل هر نوم تر عنوان لاندی د موجود نظام
    له منځه تلل د افغانستان د تباهی او بربادی سبب کیږی۰
    وطنوالو د خلیل زاد هره ډرامه د پاکستان لپاره ده ۰هری کوچنی موضوع ته د خطر په سترګه ګوری۰مونږ سوله غواړو مګر نه چیری چه وطن پنجاب ته تسلیم کړو۰
    طالیب ته امتیاز ورکول پاکستان ته امتیاز ورکول دی۰
    هغه څه چه طالیب په شل کاله جګړه کښی خاصل نه شول کړای۰دا به خماقت وی چه د
    سولی تر نوم لاندی وړیا ورکړل شی۰

    مړه او تباه دی وی د افغانستان منابعو غله

  2. نړیوال پدی پوهیږی چی د افغانستان ولس زموږ له پروژوی قتلونو تنګ راغلی نو دا ځل د پاکستان په نسخه باندی کار روان کړی موږ ټول ولس ورته کتل چی په ۲۰۱۴ کی یی جانکیری اشرف غنی او عبدالله د وحدت حکومت جوړښت مجبور کړل همدا اوس اشرف غنی او عبدالله بیا ټاکنی وکړی دواړو ځانونه ولسمشران ګڼل آن تر دی چی دواړه په یوه ورځ او په څو متری کی لوړی وکړی کله چی پمپیو راغی اشرف غنی ته یی وویل چی له عبدالله سره جوړ شه مګر اشرف غنی د پمپیو خبری ظاهرآ ونه منلی مګر سمدلاسه چی امریکا ته ورسیده نو په افغان دولت یی یونیم ملیلیارده ډالر مرسته بنده کړه

    همدا سی کوښښ کوی همدا اوسنی نظام چپه کړی او ټول واک بیا طالبانو ته ورکړی او افغانستان بیا د پاکستان په پنځمه صوبه بدل کړی نو د افغانستان کوم سیاسیون به یی مخه ونیسی دا شخص شته (نه)

    له اوله تر پرونه امریکا د پاکستان توغندیز بریدونو ته په رډو رډو سترګو کتل مګر نه یی پاکستان ته ویل چی څه کوی او نه یی افغان دولت هغه نظامی وسلی په لاس ورکولی چی پاکستان هډوکی ورباندی مات کړی وو

    ورسره ورسره یی د ډیورنډ کرښی د اغزن تار ټول مصارف هم پاکستان ته همدی امریکا ورکړل

    امریکا له اولی ورځی بیا له هغه مخکی روسانو سره جګړه کی ۷ یا ۸ جنګی ډلو ټپلو سره چی مشران یی ګلبدین او ربانی او مزاری وو یا سیاف وو ډالری مرسته کولی مګر دا ټولی مرستی د پاکستان په مرسته کولی

    ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کی وویل چی موږ پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالره مرسته وکړ مګر دوی له موږ سره دوکه وکړه یعنی همدی امریکا غیرمستقیم له طالب او نورو جنګی ډلو د مالی مرستی له پاره پاکستان سره نظامی او مالی مرسته کړی یعنی همدی امریکا پدی ۱۹ جنګی دوره کی هم یی له طالب او هم یی دولت سره نظامی مرسته کړی مګر دلته یی اقتصادی او بیارغونی او فقر او بیکاری د له مینځه تللو لپاره هیڅ هم ندی کړی

    امریکا خو لا پریږده برتانیی هم طالبانو سره سیاسی او مالی مرسته کړی ترڅو طالبان زیاتره پښتانه مشران ووژنی چی ورځ یی راشی الله تعالی به طالبانو او مخکینی ۷ یا ۸ جنګی ډلو سره چی پاکستان په دالو مست وو حساب او کتاب وکړی ځکه د آخرت ورځ راتلوونکی هیڅوک نشی منکر کیدلی او له ظالم او جابر سره به حساب او کتاب کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب