شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان، د کورونا اغېزې به لسیزې دوام وکړي

د روغتیا نړیوال سازمان، د کورونا اغېزې به لسیزې دوام وکړي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲) د روغتیا نړیوال سازمان نن خبرداری ورکړ چې په نړۍ کې د کورونا اخیستونی وایرس لا هم په خپرېدو دی او اغېزې به یې ممکن څو لسیزې دوام وکړي.

د دې ادارې پر اساس، پرون (یکشنبه/ د سرطان لومړۍ) په نړۍ کې د کورونا وایرس یولکو ۸۳ زره تازه پېښې ثبت شوې چې دا په یوه شواروز کې تر ټولو ډېر شمېر دی چې ثبت کېږي.

د دغو کسانو تر نیمايي زیات په درو هیوادونو کې ثبت شوي دي. نژدې ۵۵ زره په برازیل کې، کابو ۳۷ زره د امریکا په متحدو ایالتونو کې او تر ۱۵ زره ډېر نور په هند کې.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، چې په نړۍ کې تر ټولو باوري شمېرې وړاندې کوي، د نن دوشنبې تر دې شېبو پورې په درسته نړۍ کې (۹ ملیونه او یولکو ۲۲ زره ۳۱) تنه په کورونا اخته ثبت شوي او (۴ لکه ۷۲ زره ۵۰) نور ورڅخه مړه شوي دي.

په اروپايي هیوادونو کې د کورونا د خپرېدا شدت کم شوی او بندیزونه یې نرم کړي دي خو د امریکا په لویه وچه او د اسیا په یو شمېر هیوادونو کې دا وایرس په چټکه خپرېږي.

نن (دوشنبه) تر ټولو ډېرې پېښې امریکا ثبت کړي. په امریکا کې ۱۳ زره ۶۸۹ تنه ثبت شوي، ورپسې په لږ توپیر په هند کې ۱۳ زره ۲۷۳ تنه په کورونا اخته پېژندل شوي دي.

روسیې ویلي چې نن یې د ۷ زره ۶۰۰ تنو کورونا وایرس ثبت کړي.

په اسلامي هیوادونو کې سعودي عربستان نن د ۳۳۹۳ تنو او پاکستان د ۴۴۷۱ تنو د کورونا وایرس پېښې ثبت کړي دي.

افغانستان نن ۳۱۰ پېښې ثبت کړي دي او ویلي یې دي چې نن یې په دې وایرس د ۱۷ تنو د مړینې راپور درلود.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کورونا ټولنیزې او اقتصادي اغېزې ممکن څو لسیزې دوام وکړي خو د دې وایرس د مخنیوي لپاره به درمل یا واکسین جوړ شي.

همدا اوس په ګڼو هیوادونو کې پر واکسین کار روان دی او ځینو کمپنیو خپل کار وروستیو پړاوونو ته نژدې کړی دی

د کورونا د مخنیوي لپاره واکسینونه او درمل په وروستیو پړاوونو کې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب