شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسږ کال به یوازې هغه کسان د حج اجازه لري چې په...

سږ کال به یوازې هغه کسان د حج اجازه لري چې په سعودي کې اوسي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۳) سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سږکال په حج کې به له نورو هیوادونو څخه ورتلونکو زیارت کوونکو ته اجازه ورنه کړي.

سعودي عربستان، چې له کورونا وایرس سره په سخته مبارزه بوخت دی، وايي چې بهرنیو زیارت کوونکو ته به اجازه ورنه کړي چې دغه هیواد ته د حج د مراسمو لپاره سفر وکړي او یوازې به محدود شمېر سعودیان او هغه بهرنیان چې په دغه هیواد کې اوسي، د بیت الله شریف زیارت ته پرېږدي.

د سعودي عربستان د حج وزارت په اعلامیه کې ویل شوي «د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې د کورونا وایرس خپرېدو ته په پام، د دې وایرس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر نیم ملیون ته نژدې شوی او په درسته نړۍ کې ملیونونه کسان په دې وایرس اخته شوي او د دې بحران د خطرونو د دوام په اړه د سعودي د روغتیا وزارت توضیحاتو او په درسته نړۍ کې د دې ناروغۍ د درملو او واکسین نشتوالي ته په کتو…. سعودي عربستان پرېکړه وکړه چې د سږ کال د حج مراسم محدود کړي.»

په سعودي عربستان کې د دوشنبې په ورځ د ۳۳۹۳ تنو کورونا وایرس ثبت شو چې ورسره په دغه هیواد کې په کورونا د اخته شویو کسانو شمېر تر یولکو ۶۱ زرو واوښت.

په دې هیواد کې تراوسه په کورونا ۱۳۰۷ تنه مړه شوي خو تر یو لک ډېر نور ښه شوي دي.

پرون په نړۍ کې تر ټولو د ډېرو تازه پېښو راپور د امریکا متحدو ایالتونو ورکړ. دې هیواد وویل چې د دوشنبې په ورځ یې تر ۲۲ زره زیاتې تازه پېښې ثبت کړي دي.

ورپسې په هند کې ډېرې پېښې ثبت شوې. هند د ۱۳ زره ۵۴۰ پېښو د ثبت راپور ورکړ.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، چې په نړۍ کې تر ټولو باوري شمېرې وړاندې کوي، د دوشنبې د ورځې تر وروستیو پورې په درسته نړۍ کې څه باندې (۹ ملیونه او یولکو ۴۰ زره) تنه په کورونا اخته ثبت شوي او څه باندې (۴ لکه ۷۲ زره ۵۰) نور ورڅخه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان نن خبرداری ورکړ چې په نړۍ کې د کورونا اخیستونی وایرس لا هم په خپرېدو دی او اغېزې به یې ممکن څو لسیزې دوام وکړي.

د دې ادارې پر اساس، پرون (یکشنبه/ د سرطان لومړۍ) په نړۍ کې د کورونا وایرس یولکو ۸۳ زره تازه پېښې ثبت شوې چې دا په یوه شواروز کې تر ټولو ډېر شمېر دی چې ثبت کېږي.

د دغو کسانو تر نیمايي زیات په درو هیوادونو کې ثبت شوي دي. نژدې ۵۵ زره په برازیل کې، کابو ۳۷ زره د امریکا په متحدو ایالتونو کې او تر ۱۵ زره ډېر نور په هند کې.

په اروپايي هیوادونو کې د کورونا د خپرېدا شدت کم شوی او بندیزونه یې نرم کړي دي خو د امریکا په لویه وچه او د اسیا په یو شمېر هیوادونو کې دا وایرس په چټکه خپرېږي.

نن (دوشنبه) تر ټولو ډېرې پېښې امریکا ثبت کړي. په امریکا کې ۱۳ زره ۶۸۹ تنه ثبت شوي، ورپسې په لږ توپیر په هند کې ۱۳ زره ۲۷۳ تنه په کورونا اخته پېژندل شوي دي.

روسیې ویلي چې نن یې د ۷ زره ۶۰۰ تنو کورونا وایرس ثبت کړي.

په اسلامي هیوادونو کې او پاکستان د ۴۴۷۱ تنو د کورونا وایرس پېښې ثبت کړي دي.

افغانستان پرون ۳۱۰ پېښې ثبت کړي دي او ویې ویل چې په دې وایرس د دوشنبې په ورځ لږترلږه ۱۷ تنه مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب