د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د چهارشنبې په ورځ (د جون پر ۲۴مه) اعلان وکړ چې:
«تر اوسه د تروریستانو ډلې او ځالې په پاکستان کې دي.»
زموږ پخوانیو مشرانو به ویل:(پکه دا دې لا بله سپکه!!).
ما ویل: اوس يې خوند وکړ، نولس کاله مو جګړه وکړه، په دې نولسو کلونو کې مو په لسګونو زره د دفاعي او امنیتي ځواکونو اتلان د مرګ خولې ته ور ټېل وهل شول، په زرګونه ملکي بېګناه او بېوزلي افغانان د ښځو او کوچنیانو په ګډون ووژل شول، کورونه يې ویجاړ او غوښې يې د لېوانو او نورو ځناورو خوراک شوې. د نورو بې عزتیو تر څنګ جنسي تېري ور باندې وشول. د دې تر څنګ نړیوالې ټولنې ته هم مالی او انساني زیانونه ورسېدل.
زموږ په وزیرو کې متل دی چې وايي: «یو پټی رشقه يې وخوړله دا يې لا مږه بولي.»
پوځي دکتورین حکم کوي:
«که مو د ځان او خپلو ځواکونو په هکله کره معلومات درلودل او د دښمن د ځواکونو، وړتیاوو او ستراتیژیو په هکله ناپوه وئ نو بری به پنځوس په پنځوسو کې وي. که مو د ځان او خپلو ځواکونو په هکله معلومات کره وي او د دښمن د ځواکونو د شمېر، د وسلو ډول، د ځواکونو وړتیا، انګېزې، موخو او ستراتیژیو په هکله مو سترګې، غوږونه او ذهن خلاص وي، په دې صورت کې به بری سل په سلو کې وي.»
اوس به راشو دې ته چې موږ په دې نولس کلونو کې ایا خپل ځان وپېژانده، د دښمن په هکله مو کره معلومات تر لاسه کړل، د دښمن د وړتیاوو، موخو او ستراتیژیو په هکله مو څېړنې وکړې، د دښمن د متحدینو او ملاتړو په هکله مو معلومات کره وو، د خپلو امکاناتو او د خپلو متحدینو او ملاتړو په هکله مو یوه لحظه فکر وکړ؟
که دا کارونه او دې ته ورته نور کارونه مو نه وي تر سره کړي، نو مانا دا چې د خپلې کورنۍ دندې د تر سره کولو په هکله بېغوره او کاهل یو. دلته یوازې باید ومنو چې:
«پو په خپله پو!!!»
چې تر اوسه د تروریستانو د ډلو او ځالو په هکله معلومات نه لرو، نو:
یار ګرم نه دی، یار ګرم نه دی ملنګ جانه
ما په خپله ځان سیزلی یار ګرم نه دی
که د خپلو متحدینو او ملاتړو د موخو او ستراتیژیو په هکله ناخبره یو او یا مو ځانونه په بې خبرۍ اچولي وي، نو بیا:
د ویده ملتونو راویښول اسانه وي، خو د هغه ملتونو ویښول سخت وي چې ځانونه يې په خوب وهلی وي.
او یا خو د اجمل خټک خبره ده چې وايي:
چا وې ورورو ده، چا وي یاري ده
چا په کې وويل، چې دينداري ده
ما چې پرې ځانله، ښه فکر وکړو
شاته يې ټوله، دنیاداري ده
اړینه خو دا وه چې په ۲۰۰۱ میلادي کال طالبان، د بن په کنفرانس کې شریک وای، دوی د حکومت یو برخه ګرځیدلای وای او پاکستان ته يې د تګ مخه نیول شوې وای، هغه وخت دا کار ځکه ونه شو، چې بیا هم موږ په سیمه کې د خپلو پټو او ښکاره مکارو دښمنانو په هکله معلومات نه درلودل.
د خپلو ملاتړو او متحدینو له موخو او ستراتیژیو بې خبره وو، او یا خو د بېځایه غرور او تکبر د باد پر اسونو سپاره وو، او کشمیر مو لیده.
بیا نو ګیله له هیڅ چا په کار نه ده، ځکه چې:
«پو په خپله پو.»
وايي: شپانه به خپله رمه د سهار له خوا له بودې (کوټې) ایستله او ماښام به يې بېرته په بوده کې پنډوله.
یوه ورځ سهار د وخته په بوده کې شپون د سهارنۍ په خوړلو بوخت و. په دې وخت کی ګوري چې یوه غټه یږه(خرس) بودې ته راننوت او د شپانه په څېر د اور غاړې ته کښېناست، شپون له وېرې ډېر وارخطا شو، فکر يې وکړ چې اوس به يې يږه ووژني.
شپانه له وېرې پر اور لرګي کېښودل، یږې هم همدا کار وکړ. هر څه چې شپون کول یږې هم همغه کار کاوه.
شپانه له زړو( نانزړو) ډک کدو راواخيست او د ځان په غوړولو يې پیل وکړ. یږی هم ژر ژر همدا کار پیل کړ.
کله چې یږی ښه ځان غوړ کړ، شپانه اور راواخيست او ځان ته يې نږدې کړ. یږی هم اور راواخيست او ځان ته يې نږدې کړ.
له دې سره یږې اور واخیست، له بودې ووته، په نارو سورو يې پیل وکړ. په نارو سورو کې به يې ویل:
«پو په خپله پو.»
یعنې:
یار ګرم نه دی، یار ګرم نه دی ملنګ جانه
ما په خپله ځان سیزلی یار ګرم نه دی
د یږې د نارو سورو سره په لسګونو یږې راټولې شوې او پوښتنه به يې کوله، چې ولې داسې وشول؟
یږی به چیغې کړي:
«پو په خپله پو، پو په خپله پو او پو په خپله پو.»
اوس موږ هم په خپله پو.
ايرانيانو، پاکستانيانو او په اصطلاح خپلو متحدینو او ملاتړو ته کله ویلی شو، چی ولې؟
ځکه چې:
«پو په خپله پو.»
کورونه، دکانونه، تجارتونه، انډیوالي، ډالرونه او زمه وارۍ ټول په ایران او پاکستان کې دي.
موږ ته چې څه را پاته دي، هغه یواځې:
(( پو په خپله پو ))
غلام محمد کامه وال وايي:
ای د رڼا قاتله
ای د خوښۍ زواله
له تانه کرکه راځي
زموږ کلي ته نور
د بې وسۍ مرګونه مه راوله