جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهکورونا یوه ورځ کې د افغانستان دوه خبریالان ووژل

کورونا یوه ورځ کې د افغانستان دوه خبریالان ووژل

تاند، شنبه، د سرطان ۷مه: د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نۍ وایي، له پرون راهیسې د کویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله د رسنیو دوو کارمندانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې په وینا، د مېرمن ټلویزیون د سیاسي واحد چلوونکې مینې رفیق د کورونا له امله پرون له دې نړۍ سره د تل لپاره مخښه وکړه.

د بانو ټلویزیون څښتن بشیر احمد رستاقي ویلي، مینه رفیق له تېرو دوو کلونو راهیسې له دوی سره د سیاسي واحد په برخه کې پر دنده بوخته وه او لس ورځې وړاندې په کورونا ناروغۍ اخته شوې وه.

سرچینه همدارنګه زیاتوي، په یوه بله پېښه کې د اریانا ټلویزیون تصویر اخیستونکی یوسف یوسفي، چې په رسنیو کې یې لس کلنه کاري تجربه درلوده، پرون د کویډ ۱۹ ناروغۍ له امله دا نړۍ د تل لپاره پرېښوده.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې له ټولو رسنیو غوښتنه کړې چې خپل کارمندان پر کورونا تر اخته کېدو وروسته ژر تر ژره روغتیا وزارت ته ور وپېژني، څو پر وخت د هغوی درملنه وشي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم د رسنیو څلور کارمندان د کورونا له کبله مړه شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب