جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپاکستاني سوداګر: د افغان سوداګرو مخه ایران ته اوښتې، د پاکستان اقتصاد...

پاکستاني سوداګر: د افغان سوداګرو مخه ایران ته اوښتې، د پاکستان اقتصاد خراب شو

تاند، شنبه، د سرطان ۶مه:د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه اندېښنه ښيي چې د افغان- پاک سوداګریزو لاریو د خالي کولو چاره سمه نه ده او په سوداګریزه برخه کې اسانتیاوې هم کمې دي.
د پيښور د سوداګرۍ خونې مشر شاهد حسین وايي، دوی غواړي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې پراته خنډونه ژر تر ژره هوار شي تر څو منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ چاره اسانه شي.

نوموړي ویلي، په تورخم کې د لاریو د پاکولو او خالکي کولو لړۍ سسته روانه ده چې ورسره د لاریو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده: (( اړتیا ده چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د صادراتو، وارداتو اوسوداګرۍ لړۍ د چټکتیا تر څنګ د خالي لاریو د چیک لپاره د سکینرونو شمېر هم زیات شي.))

ښاغلی حسین زیاتوي، دوی ته د عبوري کارتونه یا پاسونه ورکول شوي دي خو د صادراتي او واردتي لاریو د خالي کولو او تصفیې چاره سوکه روانه ده چې په سوداګرۍ یې منفي اغېز کړی دی.
نوموړی وايي، د دې خبرې غندنه کوي چې په باړه او تخته بېګ کې له سوداګریزو لاریو زرګونه روپۍ اخیستل کېږي.

د شاهد حسین په خبره همدا اوس د اسانتیاو د نشتوالي له امله له کراچۍ نه تر تورخمه پورې د لاریو کرایه له ۴۰ تر ۶۰ زره کلدارو لوړه شوې او که په تورخم کې اسانتیاوې رانه وستل شي، د موټرو کرایه به ۸۰ زرو ته ورسېږي.

نوموړي همدا راز ویلي، په چمن، تورخم د سوداګریزو اسانتیاو د نشتوالي او ستونزو زیاتوالي له امله د افغانستان د سوداګرو مخه ایران ته اوښتې ده چې دغه کار د پاکستان په اقتصاد سخت منفي اغېز کړی دی.

د سرحد د سوداګرۍ خونې مشر پر پاکستان غږ کړی چې له افغانستان سره دې سوداګریزې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي او د افغانستان په شمول دې منځنۍ اسیا ته د خپلو صادراتو کچه لوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل افغان سوداګرو ته پر سپین بولدک او تورخم ستونزې جوړې کړېدي دي خو د جون له ۲۲مې نېټې څخه یې درې بندرونه له افغانستان سره پرانیستي دي چې محتاطانه خوشبیني ورته ښودل شوې.

1 COMMENT

  1. یوڅوک که دوه واري له یوي ځایه وچیچل شي دا دې همدې کس په ساده توب او نه پاملرني دلالت کوي.
    پاکستان کوم وخت له مونږ سره ښه کړي چې اوس ترې د ښو طمعه ولرو.

    د افغان سوداګرو زورول، مالونه یې په ګمرک کې قیدول ترڅو لوړ ډیمریج پرې راشي، خرابه شي او یا یي هم وخت تیر شي، د تورخم دروازي په داسي وخت کې تړل چې زمونږ حاصلات ورسېږي … هغه څه دي چې له کلونو را هیسي يې پاکستان ترسره کوي.
    او زه پاکستان ملامت نه بولم، که زه چېري ددي وړتیا ونلرم چې خپل مال وساتم نو د همسایه غل نیول له عقل او منطق نه لرې خبره ده. زمونږ د حکومت ضعف، فساد او د متزلزله او ضعیفه بهرنۍ پالیسي لرل، په داخل کې خصوصي سکتور نه تقویت او په دولتي فابریکو نه سرمایه ګذاري هغه څه ده چې مونږ یې د ي منهوسو همسایه ګانو ته اړ کړي یو.
    د حل لاره داده چې ترڅو په خپلو پښو ونه دریږو هر څوک به مو همداسي زه لیله کوي او تاوان به یې له عوامو خلکو څخه اوځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب