جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهافراسیاب خټک: قسم خوړلی دښمن د سولې نه، افغان نظام د پرزولو...

افراسیاب خټک: قسم خوړلی دښمن د سولې نه، افغان نظام د پرزولو لټه کې دی

تاند، شنبه، د سرطان ۷مه: پښتون سیاستوال افراسیاب خټک په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان دښمنان دغه هیواد کې د نظام د چپه کولو په لټه کې دي.

نوموړي دا خبرې پرون په یوه تازه ټویټ کې کړي دي.
هغه لیکلي: ((خارجی قواوې وځی ، زرګونه بندیان خلاص شوي، نو د جنګ ادامه ولې؟ اوربند ولې نه کیږي؟ د افغانانو خپل مينځي خبرې ولې نه پیلیږي؟»

ښاغلي خټک ویلي چې په اصل کې دښمنان غواړي د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست اشغال شي او د نورو په ولکه کې اوسي.

نوموړي وړاندې لیکلي، د افغانستان  قسم خوړلي دښمنان د هیواد دولتي نظام د راغورځولو په لټه کې دي تر څو چې د امارت په نوم د افغانانو خارجي او دفاعي سیاست لکه د انګلیسانو اشغال کړي.

افراسیاب خټک چې د افغانستان د جګړې مخالف دی او دا د پاکستان او سیمې او نړۍ د استخباراتو لوبه بولي، ډیر کله دې ته ورته سپینې او توندې نیوکې کوي.

نوموړي له دې وړاندې هم افغان جګړه پردۍ، ناروا او افغان وژنه بللې ده.
هغه څه وخت وړاندې هم د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې وه چې له افغانستان سره دوه مخیتوب کوي او که همداسې روان وي، پاکستان ته د لوی زیان او تباهۍ سبب کیدای شي.

هغه وايي، پاکستان تروریستانو ته خوندي مرکز ګرځیدلی، طالبانو او نورو تروریستي ډلو ته خوندي ځایونه لري او تروریزم پر مخ وړي.

افرسیاب خټک دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د سولې د بین الافغاني خبرو د پيلیدو اوازې بیا سړې شوي او ورسره جګړه توده شوې ده.

1 COMMENT

  1. ژوندی دی وی د پشتنو وياړلی مشران۰
    خټک صاحب زمونږ د ویاړ ځای هستی ستاسی څرګندونی پر دشمن قوی ګوزار دی۰
    همیش مو رشتیا ویلی دی۰دټولو پښتنو د يووالی په هیله

    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب