یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا تر مني پورې له افغانستانه ۴ زره نور سرتېري باسي

امریکا تر مني پورې له افغانستانه ۴ زره نور سرتېري باسي

تاند (شنبه، د سرطان ۷) د ولسمشر ډانلډ ترمپ حکومت دې ته نژدې شوی چې تر مني پورې له افغانستانه د ۴ زره نورو پوځیانو د ایستلو پرېکړه نهايي کړي.

سي این این تلویزیون د امریکايي چارواکو په قول ویلي چې له دې سره به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر، چې اوس ۸۶۰۰ دی، ۴۵۰۰ ته رالږ شي او دا به په ۲۰۰۱ م کال افغانستان ته د امریکايي پوځیانو د استولو له لومړیو وختونو پرته په دې هیواد کې د امریکايي پوځیانو تر ټولو کم شمېر وي.

سي این این وايي، د ځواکونو د شمېر له کمېدو سره په دې مخالفت کېږي چې طالبان له دې سره سره چې په فبرورۍ میاشت کې یې له امریکا سره تاریخي موافقه لاسلیک کړه، د افغانستان د حکومت پر ضد له تاوتریخوالو لاس نه اخلي.

راپور وايي، په داسې حال کې چې لا پرېکړه نهايي شوې نه ده، د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر پر دې پلان تېره اوونۍ د ناټو له متحدانو سره خبرې وکړې او د جمعې په ورځ یې په بروکسل کې د ناټو له چارواکو سره پرې بحث وکړ.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د جمعې په ورځ له ایسپر سره تر خبرو مخکې وویل «موږ به د افغانستان په اړه خپلې خبرې تعقیب کړو. ناټو به د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره د خپلو ځواکونو شمېر د امریکايي پوځیانو د شمېر په تناسب کم کړي.دا کار به د ناټو د غړیو هیوادونو په پوره همږغۍ وشي.»

د امریکا او طالبانو د قبرورۍ د نهه ویشتمې نېټې د موافقې پر اساس ټول امریکايي پوځیان په هغه صورت کې چې طالبان پر خپلو ژمنو ودرېږي په ۱۴ میاشتو کې یعني د راتلونکي م کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه وځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب