جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهعادله راز: حکومت تر اوسه ۳۸۱۳ طالبان خوشې کړي دي

عادله راز: حکومت تر اوسه ۳۸۱۳ طالبان خوشې کړي دي

تاند، جمعه، د سرطان ۶مه: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز ویلي، افغان حکومت تر دې دمه ۳۸۱۳ تنه طالب بندیان له دولتي زندانونو خوشې کړي دي.
نوموړې د ملګروملتونو امنیت شورا انلاین غونډې ته په وینا کې ویلي، افغان حکومت په مسوولانه ډول د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ جاري ساتلې ده او د ۵ زره بندیانو له ډلې یې تر اوسه ۳۸۱۳ تنه خوشې کړي دي.

نوموړې ویلي، سوله کولی شي په افغانستان کې ولسواکي پیاوړې کړي اوهمدا راز یې ټینګارکړی دی چې افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره ژمن دی خو تر څو چې اوربند ونشي حکومت نشي کولای ولسي اجماع رامنځته کړي: (( طالبان باید درک کړي چې سوله او اوربند د افغانانو اساسي غوښتنه ده، نه یوازې د افغان دولت، دوی باید د ملګرو ملتونو د سرمنشي له غوښتنې سره سم اوربند وکړي تر څو اړمنو ته مرستې ورسوو.))

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه تېره ورځ په انلاین ډول وشوه چې ورته د یوناما مشرې دیبورا لیوینز هم د افغانستان اړوند خپل درې میاشتنی راپور ولوست او راتلونکې میاشت کې د افغاني مذاکراتو پیلیدو ته یې محتاطانه هیله مندي وښودله.

په دغه غونډه کې د ګڼو هېوادونو استازو د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندیښنه وښودله او پر دوی یې سولې ته د رسېدو لپاره د اوربند غږ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب