سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeداسې هم شتهلومړنۍ الیکتریک الوتکې ۴۰۰ کیلومتره مزل وکړ

لومړنۍ الیکتریک الوتکې ۴۰۰ کیلومتره مزل وکړ

تاند – د لومړي ځل لپاره په برېښنا او هایدورجن چلېدونکې تجاري الوتکه په بریتانیا کې جوړه شوه.

دا الوتکه، چې د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده، د بیډفورډشایر له کران فیلډ هوايي ډګره والوته.

د بریتانیا حکومت وايي، که دا ډول الوتکې د اوسنیو هغو ځای ونیسي نو د چاپېریال د ککړتیا له مخنیوي سره به ډېره مرسته وشي.

ویل کېږي چې تر بلې هرې وسیلې الوتکې زیات مضر ګازونه تولیدوي چې د چاپېریال د ککړتیا سبب کېږي.

خو حاضردمه د دغو الوتکو په برخه کې لویه ستونزه دا ده چې غټې او درنې بېټرۍ غواړي او له بلې خوا اوږد مزل نه شي کولی ځکه چې د بېټرۍ چارج یې خلاصېږي.

په همدې حال کې په بریتانیا کې د دې نوې الوتکې، چې (HyFlyer) نومېږي، جوړوونکو هڅه کړې چې له یوه نوي هایدروجني پینل څخه کار واخلي چې له یوې خوا د هغه له کبله الوتکه اوږد مزل کولی شي او له بلې خوا یې د بېټرۍ چارج ژر نه خلاصېږي.

ټاکل شوې ده چې دا الوتکې د اوس وخت لپاره له ۱۰ تر ۲۰ چوکۍ یا سیټونه ولري خو په پام کې ده چې تر ۲۰۳۰ پورې یې د چوکیو شمېر له ۵۰ تر ۱۰۰ پورې زیات کړل شي.

د فلای فیر د ۲۰۰ چوکیو الوتکه به، چې تر ۲۰۴۰ م کال پورې به جوړه شي، په یو وار تر ۵ زره ۵۵۶ کیلومتره مزل کولی شي.

د دې الوتکې تازه ماډل، چې په بریتانیا کې یې تجربوي الوتنه وکړه، ۴۰۰ کیلومتره مزل وکړ.

خو جوړوونکي یې وايي چې ژر به د دغو الوتکو مزل تر ۵۵۰ کیلومترو پورې ورسولی شي.

تولیدوونکي یې همداراز وايي چې راتلونکی کال به دا الوتکي تجارتي استفادې ته وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب