جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهخوست کې د طالبانو توغندي د یو کور ۵ ماشومان وژلي او...

خوست کې د طالبانو توغندي د یو کور ۵ ماشومان وژلي او ۲ ژوبل دي

تاند، شنبه، د سرطان ۶مه: د خوست چارواکي وايي، د طالبانو توغندي په دغه ولایت کې د یو کور پنځه غړي وژلي او دوه نجونې یې ژوبلې کړې دي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل تاند ته وویل، پېښه تېر ماښام له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه پرته دوه مندې ولسوالۍ شمل سیمه کې شوې ده چې په ترڅ کې یې څلور هلکان او یوه نجلۍ وژل شوې خو دوه نورې نجونې ژوبلې شوې دي او اوس په روغتون کې دي.

نوموړی وايي، د پېښې ټول قرباني ماشومان د یو کور غړي دي او عمرونه یې هم له اتو څخه تر پنځلس کلونو پورې رسېږي.
د یادونې ده چې د طالبانو ځانمرګي بریدونه، د سړک غاړې ماینونه او د توغندیو لګېدلو له امله په هېواد کې زیات ملکي تلفات اوړي.

که څه هم د بندیانو خوشې کېدو لړۍ د چټکتیا لپاره اوربند شوی و، خو افغان حکومت ادعا لري چې دغې ډلې اوربند مات کړی او ګڼو سیمو کې یې بریدونه پيل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب