جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونههیواد کې له ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۶۵ کورونا پېښې ثبت شوي

هیواد کې له ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۶۵ کورونا پېښې ثبت شوي

تاند، شنبه، د سرطان ۷مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، پهتیرو ۲۴ ساعتونو د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د کورونا ویروس۱۶۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن شنبه ویلي چې د تېرې ورځې راپدېخوا د کورونا ویروس د ۵۲۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې۱۶۵ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي.

د یاد وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰۶۱۶ تنو ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۲۷ په هرات، ۱۹ کندهار، ۷ بلخ، ۳۴ پکتیا، ۷ ننګرهار،۲۱غزني،۱۰ خوست، ۷ لغمان،۴هلمند، ۱ سمنګان،۱۷ پکتیکا،۳ ارزګان او ۸ په نورستان ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت په نننیو معلوماتو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل ولایت کې د کورونا ویروس د مثبتې پېښې ثبتېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې شپږو ولایتونو پکتیا، خوست، بدخشان، هلمند، سمنګان او ارزګان ولایتونو کې د کورونا ویروس له امله۲۰تنه مړه شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کورونا ویروس له امله د ټولو مړوو شوو کسانو شمېر۷۰۳ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه ۳۶۸ تنه نور بیرته روغ شوي چې دې سره هم د ټولو بیرته جوړو شوو کسانو شمېر ۱۰۶۷۴ تنو ته ورسېد.

په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه هم په دغه ولایت کې ثبته شوه.

د نړیوالو معلوماتو په اساس د نن شنبې تر غرمې پورې په نړۍ کې ۴۹۴۳۷۴تنه د یاد ویروس له امله مړه شوي او نژدې لس میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

1 COMMENT

  1. په سیاست کی درواغ،فساد کی درواغ،په قتل کی درواغ،غلامی نه منل،اوس کرونا په پیښو کی هم درواغ؟
    دری برخی کابل کرونا نیولی دی.وینتالاتورونه مو په پاکستان وپلورل،بیا هم د مسلمانی،افغانیت اداګانی کوی،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب