جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهارګ: د ۴ زره نورو امریکایي ځواکونو وتل به د افغان ځواکونو...

ارګ: د ۴ زره نورو امریکایي ځواکونو وتل به د افغان ځواکونو په روزنه منفي اغېز ونه کړي

تاند، شنبه، د سرطان ۷مه: د افغانستان دولت د ۴زره نورو امریکايي سرتیرو ایستلو په اړه رپوټونو ته په غبرګون ویلي، دا کار به د افغان سرتیرو د روزنې او سلامشورو پر بهیر هیڅ ډول اغېز ونه کړي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې اوس مهال په افغانستان کې ۸۶۰۰ امریکايي سرتیري حضور لري چې په وینایې افغان سرتیرو ته د سلا مشورو او روزنې په برخه کې بسنه کوي.

هغه وویل چې د افغانستان او د امریکا متحده ایالات دوه اړخیزه اوږدمهاله اړیکې لري چې په وینا یې د سرتیرو په شمېر پورې نه دي تړلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوو امریکايي چارواکو سي این این خبري شبکې ته ویلي چې د دغه هېواد چارواکي له افغانستان څخه د څلور زرو امریکايي عسکر د وتلو په اړه وروستۍ پرېکړې ته نژدې شوي دي.

سي این این پرون جمعه دا هم ویلي چې د یاد شمېر سرتېرو په وتلو سره به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۴۵۰۰ تنو ته را کم شي.

دوی همدارنګه زیاته کړې چې د ۴ زره نورو سرتېرو په وتلو سره به له افغانستان نه د ټولو امریکايي سرتېرو وتلو ته زمینه برابره کړي.

د سي این ایم رپوټ وايي چې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمښت به د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د مشورې ورکونې او روزنې په بهیر باندې منفي اغېزې وکړي:”امریکايي ځواکونو افغانستان کې په تروریستي عملیاتو کې، داعش سره تړلو ډلو او د القاعده پاتې جنګیالیو باندې تمرکز لري.”

د سي این این د راپور پر بنسټ د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر که څه هم له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وروستۍ پرېکړه نه ده څرګنده کړې خو ده پر دغې موضوع د ناټو مشرتابه سره بحث کړی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون د امریکا متحده ایالاتو له دفاع وزیر سره په یوې خبري ناستې کې ویلي چې دغه بنسټ به په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره خپل شتون تنظیم کړي.

هغه وویل، دغه کار به د ناټو له شریکانو او متحدینو سره په نژدې همغږۍ تر سره شي.

قطر کې د طالبانو او د امریکا د سولې تړون پر بنسټ چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ مه لاسلیک شو، امریکا او د ناټو غړي ځواکونه باید د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې افغانستان پرېږدي.

له دې سره د ناټو او امریکايي چارواکو په کراتو دا ټینګار کړی دی چې د دوی د ځواکونو وتل به امنیتي شرایطو ته په کتو تر سره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب