جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهجاپان په هلمند کې ۱۵ ښوونځي جوړوي

جاپان په هلمند کې ۱۵ ښوونځي جوړوي

تاند:( دوشنبه ، د جوزا ۱۵ مه )   د هلمند لپاره د طالبانو د پوهنې رئیس وایي، چې جاپان په دغه ولایت کې ۱۵ ښوونځي جوړوي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې اړه د جاپان د jica  موسسې استازو  د هلمند د پوهنې لپاره د طالبانو د رژیم رئیس مولوي محمد عوض انصاري سره د دې پروژو پر څرنګوالي خبرې اترې کړي.

طالبانو د یادو پروژو نور جزیات نه دي روښانه کړي، خو ویلي چې دغه ښوونځي به د هلمند ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړ شي.

جاپان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، له لږو هغو هېوادونو دی، چې لا یې هم په رغنیزو او نورو برخو کې افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړی.

1 COMMENT

  1. دا ځکه چې د جاپان او ټالبانو بیرغونه سپین دي . نو یو له بل سره به همکاري کوي .
    له اسرائیلو هم دا هیله کیږي چې له افغانستان سره مرسته وکړي ، د هغوی بیرغ هم سپین دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب