د خاور د تیلو بوی په کوټه کې خپور دی، د دیوالي ساعت ستن ټک ټک کوي. بوډۍ چې نژدې ګړۍ مخکې یې د ماسختن لمونځ کړی، لاهم پر مصله ناسته ده، له کړکۍ وره ته ګوري.
دې غرمه جګړې ته تللی زوی په خوب لید چې پر همدې وره داسې راننوځي لکه له دریڅې چې د لمر وړانګې راولویږي، دا هڅه کوي چې په موټ کې یې ونیسي، وړانګې د دې له ګورته وځي.
لمپې ته یې پام شو چې شیشه اې لوګي نیولې ده، ورپو یې کړل، پوړنی یې پر پښو خپور کړ، پر مصله څملاسته.
نوې یې سترګې درنې شوې وې چې سر یې جګ کړ، له کړکۍ یې د وره خواته وکتل. سپوږمۍ ګرځیدلې وه، غولی تیاره ښکاریده. بیرته یې سر کیښود. بل ځل خوبولې په اړخ شوه، بیرته یې اړخ بدل کړ، کړکۍ ته یې وکتل خو سر یې ورپورته نه کړ.
له لرې د چرګ د اذان نیولی غږ شو، بیا لور د لور د چرګانو اذانونه شول، دې ټیکری پر سر سم کړ، لکه پرون سهار له لرې لرې د خال خال ډزو غږ راغی. دا کښیناسته، لاس یې پر زړه کیښود، کلیمه یې په جګ غږ وویله، د کړکۍ پله یې پرانیسته د وره په لور یې د شهادت کلیمه چوف کړه.
پای
د وري لومړۍ-۱۴۰۰