دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهمصر کې د اورګاډو د ټکر له امله ۱۹۷ تنه مړه او...

مصر کې د اورګاډو د ټکر له امله ۱۹۷ تنه مړه او ژوبل شوي

تاند (شنبه، د حمل ۷) مصر کې د دوو اورګاډو په ټکر کې ۳۲ تنه مړه شوي‌ او شاوخوا ۹۱ نور ژوبل دي.

دا پېښه پرون د مصر د نیل سمندر ته نږدې د تحته په ښار کې شوې ده.

د مصر حکومت د پېښې په اړه د څېړنو امر کړی دی.

د یاد هېواد ولسمشر عبدالفتاح السیسي پر خپله فیسبوک پاڼه د دغې پېښې په اړه خواشیني ‌ښودلې او ویلي چې د پېښې عاملینو ته به سزا ورکړل شي.

بل لورته بیا د مصر دولتي ټلویزون وايي‌ چې ولسمشر السیسي صدر اعظم او د عامې روغتیا وزیرانو ته ویلي، چې د پېښې ځای ته ورشي او حالت په خپلو سترګو وویني او وڅېړي.

د مصر د عامې روغتیا وزارت یو ویاند ویلي دي‌ چې لږ تر لږه ۹۱ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي او ۳۲ تنه مړه شوي.

خو رویټرز بیا د مصر د روغتیایي چارواکو له قوله لیکلي د دې هېواد د سوهاج په اړوند سیمه کې دوه مسافر وړونکي اورګاډي ټکر شوي چې له امله یې ۳۲ کسان مړه او ۱۶۵ نور ژوبل شوي دي.

سرچینه وایي دا پېښه له قاهرې څخه ۳۶۵ کیلومتره لرې رامنځته شوې ده.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې بیا په میانمار کې د فعالانو یوه ډله وايي چې د پوځي کودتا پر ضد د لاریونونو پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ واوښت.

له سیاسي بندیانو سره د مرستې ټولنې چې د وروستیو اعتراضونو په ترڅ کې د مړینو او توقیفونو جزئیات ثبتوي ویلي، چې د ۳۲۰ کسانو وژل کېدل ‌یې ثبت کړي، خو دا ټولنه وايي چې دا یوازې له دوی سره د ثبت شویو کسانو شمېره ده.

د فعالانو د دې ټولنې په وینا د تلفاتو اصلي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

په برما کې د فبرورۍ د لومړۍ نېټې له کودتا وروسته چې په نتیجه کې یې د د انګ سان سوچي په مشرۍ حکومت وپرځېد تر اوسه پورې د برما په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د پوځي واکمنۍ پر ضد لاریونونه روان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب