چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهکرزی:بین الافغاني توافق بریالۍ لار ده؛ بهرنۍ موافقې افغانستان ته سوله نشي...

کرزی:بین الافغاني توافق بریالۍ لار ده؛ بهرنۍ موافقې افغانستان ته سوله نشي راوړلی

تاند ( شنبه، د حمل ۷) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، له مسکو وروسته په ترکیه کې د سولې جوړېدونکې ناسته د افغان جګړې پای ته رسولو لپاره خورا مهمه ده.

نوموړی وایي د دې لپاره چې د ښکېلو لوریو تر منځ یو جامع توافق رامنځ ته شي باید دواړه اړخونه پکې له پوره چمتووالي سره برخه واخلي.

هغه د ترکیې له انادولو آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د ترکیې ناسته یو بل مهم فرصت دی خو په وینا یې اړتیا ده چې له دې ناستې مخکې افغان لوری د یوه جامع توافق لپاره ټول مهم مسایل نهايي کړي.

نوموړی وايي ښکېل لوري باید په ناسته کې توافق ته د رسېدو په نیت ګډون وکړي.

حامدکرزی زیاتوي: « سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار بین الافغاني توافق دی او همدا د سولې لپاره تر ټولو ښه اساس دی ځکه، بهرنۍ موافقې افغانستان ته سوله نشي راوړلی.»

کرزی وايي که طالبان ونه غواړي چې د اوسني حکومت برخه شي، نو باید په داسې لارو چارو غور وکړي چې افغانان سولې ته ورسوي.

حامد کرزی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره شپه د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله فرانسې ته رسېدلی او د هغه هیواد د مشرانو جرګې له مشر جیرارد الارچر سره یې د افغان سولې، د دواړو هیوادونو تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو او له هیواد سره د فرانسې د مرستو د دوام په اړه خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب