چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+انګلستان د هندستر ۳۳۷ هدف پوره او بریا یې خپله کړه

انګلستان د هندستر ۳۳۷ هدف پوره او بریا یې خپله کړه

تاند ( شنبه، د حمل ۷) انګلستان په دوهمه یوه ورځنۍ لوبه کې هند ته په شپږو ویکټو سره ستره ماتي ورکړه.

دغه لوبه د هند په کوربه توب ترسره شوه.

پيل کې انګلستان لوبډلې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هندۍ لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۳۳۶ منډې وکړې او انګلستان ته یې د ۳۳۷ منډو هدف وټاکه.

هند لپاره  راهول ۱۰۸، کوهلي ۶۶ او هاردیک پانډیا ۳۵ ډېرې منډې جوړې کړې.

انګلستان یاد هدف په ډېرې آسانۍ پوره او د ۳۳۷ ستر هدف په پوره کولو یې هند مات او دوهمه لوبه یې وګټله.

انګلستان لپاره  جوني بیرسټو ۱۲۴ ،بین سټوک ۹۹ ،جیسن رای  ۵۵ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دریو یوه ورځنیو لوبو لوبلړۍ یو په یو مساوي روانه  ده.

د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه لوبه د مارچ په ۲۸ نیټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب