Homeخبرونهننګرهارکې د ترافيکي پېښې له امله ۱۴ تنه مړه او ژوبل شوي

ننګرهارکې د ترافيکي پېښې له امله ۱۴ تنه مړه او ژوبل شوي

تاند ( شنبه، د حمل ۷) د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې په ترافیکي پېښه کې ۱۴کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پېښه تېر مازیګر ناوخته په شغل درې سیمه کې د درېیو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

چارواکي وایې د دې ترافيکي پېښې له امله دوه ميرمنې او يو ماشوم مړه شوي  او ۱۱تنه نور ټپيان شوي دي.

د دوی په خبره ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او د ټولو وضعيت د ډاډ وړ دی.

دا ترافيکي پېښه د کاسټر او سراچه ډوله موټرو او اشټرينګي ريکشا ترمنځ شوې ده.

مسوولان د ټکر لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښيي چې له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...