دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهامریکا: د امریکايي پوځیانو وتلو سره به افغانستان کې القاعده ډله بیا...

امریکا: د امریکايي پوځیانو وتلو سره به افغانستان کې القاعده ډله بیا پیاوړې شي

تاند ( شنبه، د حمل ۷) د امریکا استخباراتي ادارې وایي که له هوکړې پرته امریکایي ځواکونه افغانستان پرېږدي، طالبان به د هیواد پر زیاته برخه حاکم شي.

یادو ادارو جو بایډن ته ویلي، چې که د جګړې د ښکیلو لوریو ترمنځ له “جوړجاړي” پرته امریکایي سرتیري ووځي، طالبان به د دوه یا درې کلونو په موده کې د دغه هیواد پر زیاته برخه حاکمیت ترلاسه کړي.

د امریکا استخباراتي ادارو دغه راز ویلي، چې د امریکایي ځواکونو وتلو سره به افغانستان کې یو ځل بیا القاعده ډله هم پیاوړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو قوماندان هم ویلي وو،که امریکايي پوځیان په اوس وخت کې له افغانستان ووځي د افغانستان امنیتي وضعیت به خورا کړکېچن شي.

جنرال ریچارډ کلارک د سنا جرګې د وسله ‌والو خدماتو کمېټې ته ویلي، هغه وړتیا چې امریکا یې له طالبانو سره د مبارزې لپاره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکوي، د دوی په بریالیتوب کې مهم او حساس رول لري.

کلارک په وروستیو کې افغانستان ته راغلی و او د دې سفر په لړ کې یې د افغان کمانډو ځواکونو له نوي مرکز څخه هم لیدنه کړې وه.

هغه افغان ځواکونو ته په اشارې ویلي وو، ډېر پرمختګ شوی او ډېر تکړه قوماندانان ‌یې ولیدل، خو له دې سره سره د وسله والو مخالفینو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدا په دې هېواد کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته د امریکايي پوځیانو اړتیا پیدا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب