سه شنبه, مې 7, 2024
Home+لس لاملونه چې طالبان د پښتنو دوښمنان دي

لس لاملونه چې طالبان د پښتنو دوښمنان دي

 حاجی احمد ګل ټغر                                                                                         

د طالبانو مطلق اکثریت پښتانه دي. دوۍ له پښتنو سیمو راپاڅېدلې. مشران او قومندان یې له ظهوره تر نن ورځې پورې د پښتون قوم سره تړاو لري. نو څرنګه کیدای شي چې دوی د پښتون هویت او قوم دوښمنان شي. تر ټولو لومړی باید وویل شي چې دا یو ډیر فاشیست او دیګرهراس ذهنیت دی چې د پښتنو دوښمنان غیر پښتانه دي. البته نه یواځې د پښتنو بلکې د بل هر قوم دوښمن خپله د هماغه قوم غړي هم کیدای شي او داسې شوي دی. تاریخ او حال له داسې زرګونو مثالونو ډک دی. امیر عبدالرحمن خان چا چې د ډيورنډ کرښې پر امضا کولو سره پښتانه پر منځ نیم کړل، خپله پښتون و. د ای اس ای جنرالان لکه حمیدګل او اسد درانی په خټه پښتانه دي. که خوشال د پښتون پر سره له مغل سره لاس او ګریوان شو نو زوی یې د مغولو بیرغ راپورته کړی و او نه یواځې د پښتنو تاریخ بلکې نړیوال تاریخ او د بل هر قوم سرګذشت له داسې مثالونو مالامال دی. نازي هټلر چې میلیونونه یهودان یې قتل عام کړل، ډیر یهود عسکر هم لرل. دویمه فرضیه دا مهمه ده چې له قوم سره د دوښمنۍ یواځې هغې دوښمنۍ ته نه وايي چې سړی د شخصي، حزبي، سمتي یا قبیلوي ګټو ته په لومړیتوب ورکولو سره د نور ټول قوم حق ضایعه کړي، بلکې له جهالته او ناخبرۍ د خپل قوم پښې وهل هم د خپل قوم سره ښکاره عداوت دی. د داسې دوښمنۍ هم بلا ډير مثالونه دي. له تېرو اتیا کلونو راهیسي او په ځانکړي ډول په تېرو پنځوسو کلونو کې بلا پښتنو لیکوالو د خپل قوم د خدمت په نامه په پښتنو کې کرکه او نفرت خپور کړی. د دوۍ لیکنې او شعرونه د دې پر ځای چې پښتنو ته ملګري او دوستان ومومي، په نورو قومونو کې ورته دوښمنان پيدا کړي دي او کوي یې. دریم پیش فرض دا ډیر ضرور دی چې پښتانه یواځې انسانان نه دي، بلکې دوۍ پښتانه هم دي. انسان یواځې یو ذهنی مفهوم نه دی بلکې هر انسان یو قومي، جنسیتي، مذهبی، وطني او حزبی هویت هم لري. یانې قوم که له یوې خوا وګړي دي نو له بل طرفه کلتور، تاریخ او قومي احساس دی. د دې مطلب دا شو چې پښتانه لکه د نړۍ بل هر قوم، هم وګړي دي او هم د یو ځانګړي قومي پېژندګلوۍ او فرهنګ څښتنان دي.

اوس چې دا معلومه شوه چې د یو قوم غړي هم د هغه قوم دوښمنان کیدای شي او بل دا چې یو جریان، شخص یا ګوند د ښه نیت باوجود، خو د ناپوهۍ له وجې خپل قوم او وطن ته تر ټولو لوی خطر کیدای شي او قوم کلتور او خلک دواړه دي  نو را به شو دې ته چې طالبان پر کوم اساس د پښتنو دوښمنان دي؟ البته له دې مخکې دا یادونه ضرور ده چې طالبان د ځمکې پر مخ د هرې انساني ټولنې او د افغانستان د بل هر محترم قوم دوښمنان دي. دوۍ د انسان دوښمنان دي، د انسان په مفهوم کې خپله طالبان هم راځي یانې زما مطلب دا دي چې دوۍ د خپل ځان دوښمنان هم دي. تاسو ممکن حیران شۍ چې دا څنګه، مګر ایا یوه ډله چې په زرګونو خپلو ملګرو پسې بم تړي او انتحار کوي، ایا انتحار د خپل ځان دوښمنې نه ده؟ په هر صورت دلته موضوع له پښتنو سره دوښمني ده، نه له انسانه سره.

اول: طالبان هيڅکله ځانته پښتانه نه وايي. دوۍ له خپل قومي شناخته منکر دي. پر خپل قومي هویت ویاړ په اسلام کې ناروا او معاصرو پرمختللو ټولنو کې هم منفور ګڼل کېږي. مګر له خپل قومي هویته منکرېدل ځانسپکاوی او له ځانه نفرت دی. قومی هویت د هر قوم او هر انسان کلتوري حق دی. هم قرانکریم او هم د بشر د حقونو اعلامیه دا په رسمیت پېژني. مګر طالبان له دې نفرت لري چې څوک ورته پښتانه ووايي. یو امریکايي څېړونکي چې د افغانستان او طالبانو په اړه یې د امریکا د حکومت په امر ډيرې څېړنې کړې وايي. طالبان هېڅکله ځانونه پښتانه نه ګني بلکې دوۍ ځان د سني مسلمانانو اړوند بولې. د یو قوم لپاره دا ډیره خطرناکه خبره ده چې یو دومره لوی ګوند او جریان لکه طالبان دې د هغوۍ له قومي شناخته منکر وي. خپل انکار د پښتون هویته د دې مانا ده چې طالبان د پښتنو مخالف دي.

دوهم: په معاصره نړۍ کې د پرمختګ لومړی شرط، اساسي زده کړې دي. طالبان پښتانه له عصري زده کړو محروموي او یواځې دیني کتابونه پر وايي چې دا یو قوم ته تر ټولو لوی خطر دی. التبه د دیني کتابونو لوستل خطر نه دی، صرف او صرف د دیني زده کړو په لرلو سره به یو قوم هیڅکله د نورو سیال نه شي او ځانته به لومړي ضرورتونه پوره نه کړای شي. بله دا چې طالبان د پښتنې ټولنې نیمه برخه فلج کوي. دوۍ ښځې چې د پښتنو پينځوس فیصده دي. له زده کړو محروم ساتي. اوس پوښتنه دا ده چې ایا هغه جریان د پښتنو دوښمن نه دی چې نیم پښتانه/نې له زده کړو، کاروباره او ژونده راګرځوي؟ ایا پښتانه به کله هم د نړۍ سیال شي په داسې حال کې چې نیم نفوس یې په کورنو کې زنداني وي؟ 

دریم: طالبان د هر هغه څه خلاف دي چې پښتون هویت پرې ولاړ دي. هر هغه څه چې پښتانه له نورو بیلوي طالبان یې مخالف دي. پښتون کلتور د فارسي پر څېر لوی نړیوال دیوانونه نه لري چې دا دې پرې له نورو ورونو کلتورونو رابیل شي، بلکې مختلف کلتوري اعمال دي چې پښتانه، پښتانه کوي. د مثال لپاره اتڼ، جرګه، ټپې او سندرې چې طالبان يې مخالف دي. طالبانو په خپله واکمنۍ کې جرګه د شرعیت خلاف وبلله او اتڼ یې منع کړ. درحالې چې جرګې هم په اسلام او هم د هیواد په قوانینو او پښتنو کلتور کې ځانګړی ځای لري. په ورته ډول طالبان هم د خپلې واکمنۍ پر مهال هم اوس هيڅکله د پښتو ژبې د غوړېدنۍ لپاره هیڅ اداره جوړه نه کړه. هیڅ کتاب یې چاپ نه کړ. بر عکس دوۍ وکوښېدل چې عربي د هیواد رسمي ژبه کړي.  دا اوس هم دوۍ د هیواد د ژبو او فرهنګونو لپاره هیڅ تګلاره نه لري. طالبانو هر هغه کلتوري سمبول چې په پښتنو کې مقدس او د ډیر احترام وړ ګڼل کیدل د ښپو لاندې او بې عزته کړ. د مثال لپاره دوۍ پر ښځو لاس پورته کړ، د ښځو جامعې یې واغوستلې او انتحار ېې په کې وکړ. دوۍ پر لونګۍ کې چې د په پښتنو کې د ډير لوی مقام خاونده ده بم کېښود. طالبان د پښتنو کورونو ته ننوتل او له تورسرو یې د ډال کار واخیست. د دې یادول ډير مهم دي چې د یو پښتون درشل څومره چې د یو امریکايي لپاره ستر دی، دغومره د طالبه هم ستر دی.

څلورم: طالبان د هرې هغې داعيې مخالف دي چې پښتانه یو کوي. کلتوري او قومي یوالې ته یې راولي. دوۍ هم په افغانستان او هم پاکستان کې د زر ګونه پښتنو مبارزانو پر وژلو د ملي او قومي داعيي ستونی خپ کړی دي. د دې یو ښه مثال دا دی چې دوۍ تر ننه هيڅکله په ډاګه د ډیورنډ خط او پر خط د خاردار سیم د غزولو مخالفت نه دی کړی. دوۍ د عوامي نشل پارټي، پښتونخوا عوامي نشنل پارټۍ او پښتون ژغورنۍ غورځنګ دوښمني کړې ده.

پينځم: طالبانو تل په خپلو سیمو کې پښتانه له زده کړو محروم کړي دي. په تېرو شلو کلونو کې په هر هغه ځای کې چې د دوۍ تر لاس لاندې و، ښوونځي بند و. پوهنتونونو ته اجازه نه وه. دوۍ تر اوس هیڅ پوهنتون نه دی جوړ کړی بلکې برعکس یې د افغانستان پر پوهنتونو حملې کړي دي. لکه د افغانستان پر امریکايي پوهنتون حمله، پر باچاخان پوهنتون(پېښور) باندې حمله او اخیر هم په کابل پوهنتون حمله.

شپږم: طالبانو په تېرو پینځویشت کلونو کې په زرګونه پښتانه د جنګ قرباني کړل. دوۍ هم نور پښتانه ووژل او هم یې خپل نظامیان چې پښتانه و د جنګ کومې ته ورکړل. په داسې ډيرو ځایونو کې چې دوۍ په خپله ماته او د خپلو عسکرو پر وژل کیدو باندې سل په سلو کې مطمین و، مګر د سیاسي مانور لپاره، یانې تر څو قدرتمن ښکاره شي؛ خپل زرګونه غړی قرباني کړل. د دې څو مثالونه د پنجشیر نیول و د امریکایانو له راتلو نه مخکې. بیا د امریکا د بمباریو پر مهال چې افغانستان ته راننوتل. د دوۍ له جهالت او سیاسي غرور له لاسه په زرګونو پښتانه ځوانان ووژل شول. دوۍ هغه وخت بي ۵۲ طیارو باندې د پیکا ډزې کولې! او یا هم د مارجې جنګ چې په سونو ځوانان په کې مړه شول. د کندز، غزني او هلمند جګړې چې یواځې یو سیاسي عمل و د سونو ځوانانو په دواړو طرفونو کې د وژل کیدو باعث شو. 

اوم: طالبانو هيڅکله په پښتنو سیمو کې د کاروبار د غوړولو او اقتصاد د بیافعالولو لپاره کار و نه کړ. په تېرو پينځه ویشتو کلونو کې تر اوسه داسې مارکیټ نه شته چې طالبان جوړ کړی وي برعکس دوۍ له پښتنو د نشه یي توکو او مخدراتو قاچاقبران جوړ کړل. یواځينۍ فابریکې چې د دوۍ په سیمو کې فعالیت کوي د هېروینو او تاریاکو دي. دوۍ بانکي سیستم فعال نه کړ. پولي واحد یې منځ ته رانه وړ. د مالیاتو لپاره یې هيڅ اساسنامه او سیستم نه درلود. برعکس طالبانو د پاکستان لاریو ته بې له مالیې او ګمرکۍ اجازه ورکوله چې منځنۍ اسیا ته لاړې شي. 

اتم: طالبانو تحریک د پښتنو د روغتیا لپاره هیڅ نه دي کړي. هیڅ ورزشی ټيم د دوۍ په وخت کې وجود نه درلود. طالبانو د خپلو واک لاندې سیمو کې هیڅ روغتون ودان نه کړ. برعکس ښځينه نرسانو او ډاکترانو ته یې هم د فعالیت اجازه نه ورکوله. غازي لوبغالی د انسانانو پر مسلخ بدل کړی و او په جاني خیلو او یحیی خیلو ولسوالیو کې یې د ولیبال پر ټورنمټ حملې وکړې چې په لسګونه ګلان پښتانه ځوانان په کې د خاورو خوند شول.

نهم: طالبانو په زرګونه پښتانه مشران او ملکان ووژل. دوۍ قبیلوي مشرانو ته د خپل قدرت پر وړاندې خنډ پر سترګه کتل او پر همدې سبب یې له منځه وېوړل. په ورته ډول په سلګونو ديني عالمان چې د طالب د بربریت پر وړاندې راپاڅېدلي و خاموش کړل شول. حتی په ډیړو سیمو کې ملا امامان په دې سبب هم ووژل شول چې ولې یې د ملي ارودو د سرتېرو جنازه کړې ده. طالبان په سلګونو پښتانه مبارز ځوانان شهیدان کړل. هغوۍ چې د پښتنو ترقي او پرمختګ يې غوښت طالب ځانته خنډ ګڼل.

لسم: طالبان په قدرت کې د پاتې کیدو لپاره د افغانستان تجزې او پر څو برخو ویشلو ته هم حاضر دي. دوۍ پر مراتبو له هغو پټو استخباراتي توطیو سره جوړجاړی ښودلی چې ګویا شرقي او جنوبی سیمي به د دوۍ په واک کې ورکول کېږي مګر له باقي افغانستان سره به کار نه لري. طالبان د پښتون سیاسي میراث نه منکر دي. دوۍ ځانونه د هیواد له هیڅ تاریخي جریان او دورې وارثان نه ګڼي.

پایله: طالبان د هر هغه څه مخالف دي چې پښتون هویت پرې ولاړ دی. چې پښتانه له نورو ورونو قومونو بیلوي. د طالبانو په اقتدار کې به نیم پښتون نفوس له زده کړو او ژونده محروم وي. تر څو چې په پښتنو کې طالبان او طالبي ذهنیت وي تر هغو به دوۍ د ترهګر په نوم یادېږي او د نړۍ بېوزلی، معلول او نالوستی قوم به وي. 

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ورور حاجي صاحب (ټغر) ، طالبان ډېر ښه پیژندلي دي .
    زما په آند بعضې ټکي باید اضافه کړم:
    *دا چې طالبان صرف د استخباراتي کړیو خصوصاََ د آی اس ای او …. په خدمت کې دي او پخپله پاکستاني چارواکو لکه بېنظيرې، مشرف ، اسد دراني ا.د.ن. اعتراف کړی ؛ دا پخپله ښيي چې دوی د پښتنو او افغانانو پر ضد تربیه شوي . حتی په غرب او شرق کې مهاجر یا میشت افغانان پښتانه ، د دوی له تروريستې ټاپې ځورېږي چې وايي” ټول پښتانه طالبان دي؟” ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    * دا خبره چې دوی د وطن د تجزيې پلویان دي ؟ د تاءمل وړ بولم . ځکه دا نور شر و فسادیان په اوله سکاوي کې او هم اوس د بیګانه ګانو په تحريک د خراسانیزم، پانتورکیزم او هزارستان پوچې هندوانې ماتوي مګر که د ملا برادر ۳ خبرو ته ماسکو کې غور وکړو:” د ارضي تمامیت او دتجزيې مخنیوی ، د امن او ټیکاو راوستنه او د شر او فساد ورءکول ” ، نپوهیږم څومره صحيح دي مګر د شرقي او جنوبي امېريکن شوم بایډڼي پلان نه ېې خبر نه يو!!
    * پولي واحد خو دوی کلدارې مردارې تر جګترینه بیعې رسولې وې او د پنجابي کاڼټینرونه خو اوس هم منځنۍ آسیا ته مفت روان دي ،حال دا چې افغاني ميوې او سبزې عمداََ خوسا کیږي هند او منځنۍ آسیا ته نه پریښودل کیږي او باغوانان متضړره کېږي .
    * د کلتور په هکله ،زما په یاد دي ، ملا کبير یو وخت د ڼنګرهار پوهنتون محصلینو ته ویلي و ” د پښتو پر ځای اوردو زده کړئ!”
    او د موسيقي او زنانه و تعليم خو بالکل مخالف دي .
    *** اوس دې دوی لږ سترګې خلاصې کړي : همدا امارت امارت چې دوی ادعا کوي ، عربي متحده هم امارات دي، قطر ، سعودي عربستان چې د اسلام کعبه ده ، همدا تش په نامه اسلام آبادي یا لاهوري منجلاببستان یا پاکستان ، ترکیه، ایران او……. ۵۷ اسلامي ملکونو کې دا پورته منفي کړنې او مفکورې عملي شوي یا کېږي ؟؟ . نه ،؛ بنآءَََ دوی هېڅ بڼسټ نه لري ؛صرف د استخباراتي کړیو هلقه بګوش غلامان او د بین المللي ترهګرۍ چې د حقيقي اسلام او پښتون افغان ضد توطيءې دي د مدرسو جاهل او غولیدونکې ، مغز شویه سوي داړه ماران دي. نه پښتانه دي، نه مسلمانان دي او نه انسانان او نه خپل ځان پېژني!!!.

    • سلام
      کومه زمانه کې ابو عبدالله الفارسی دبلخ قاضی وه یو ځل یو عالم په کومې خبرې باندې ډېر ناراض او خفه شو اوقاضی ته یې په ډېره تنده اوتریخه لهجه خط ولیکه .قاضی په ځواب کې ورته وفرمایل ستا خط ماته ورسېد ما ۲۰ کیلو ډېر اعلی صابون درولېږه په هغه باندې خپله ژبه اوعمل نامه پرېمینځه که کم شو ولیکه چې نور هم درولېږم.
      ټغر صاحب نه پوهیږم چې دبحث په کومه برخه کې له تاسره دپښتون په هکله خبرې وکړم .اوس که راشم اصلی ټکی ته نوسم دلاسه ما باندې دیوه لوری ټابه وهې چې زموږ فرهنګ کې نن سبا عامه خبره شوې. موږ پښتانه خو له هر سورکی وچیچل شو بی تعلیمه شول،،ووژل شو، ورک شول، تباه شول ، بی هویته او بې تاریخه او له منځه یوړل شول.ته دا لانه منې؟موږ پښتنو پسې هزارستان ،خراسان پالک،ټېپر، ملۍ او ستاره…… او دطلوع زمزمې او بګوان خولا پريږده دسترو توفانونو لړۍ را روانې دی موږیی لا هم شک ګنواوپه اټکل باندې سره موافقه نه شو کولی !
      ته یو پښتون راوښیه چې بل ته یې زمیننه برابره کړی وی . دوه لسیزې دومره وځبل اوشاته وا چول شو چې هیڅ سالم عقل ته د منلو وړ نه دی لږ شاته وګوره او ځیر شه! زموږ ژبه او نفوس شاته وهل کیږی دقیام الدین خادم شعر را په یادشو:
      پر ماته کښتۍ ناست یم توفانونه دی پرمخ کې
      پردغه لاره یې بیایم که وم وم که نه وم نه وم!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب