جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکره کتنهد ارچیوال صاحب یو نوی کتاب/ اسدالله غضنفر

د ارچیوال صاحب یو نوی کتاب/ اسدالله غضنفر

  په وروستیو ورځو کې مې د احمد الله ارچیوال تازه چاپ شوی کتاب( د ولسي مبارزې لارښود) ولوست. په دې کتاب کې له عدم تشدده خبرېږو.

 ځینې کسان په فطري ډول نرم خویه وي او تشدد یې نه خوښېږي خو یو شمېر نور اجتماعي مقصدونو ته د رسېدو لپاره د عدم تشدد له طریقې استفاده کوي، مثلا د مظاهرو او اعتصابونو له لارې غواړي چې حکومت بدل کړي. د ارچیوال صاحب په دې کتاب کې دا وروستی ډول عدم تشدد ستراتیژيک بلل کېږي. ده د ( ولسي مبارزې) اصطلاح د ستراتیژیک عدم تشدد لپاره استعمال کړې ده.

زموږ په ټولنه کې باچا خان په دې ډېر مشهور دی چې د عدم تشدد پیروي یې کوله. د ولسي مبارزې د لارښود له مطالعې وروسته پوهېږو چې باچا خان په حقیقت کې د ستراتیژیک عدم تشدد په لاره روان و، ځکه له سوله ییزو وسایلو یې  د سیاسي او اجتماعي مقصدونو د ترلاسه کولو لپاره کار اخیست.

  په وروستیو لسیزو کې چې جګړو زموږ ټولنه ډېره وځبله، په منور قشر کې د عدم تشدد پیروان زیات شوي دي خو د سولې په زمانه کې زموږ اکثره روشنفکران  او مبارزان  او ان هغوی چې د باچا خان د پیروۍ ادعا یې کوله، په سوله ییزه مبارزه باندې چندان باوري نه ښکارېدل. د وروستیو لسیزو خشونت د دروېش دراني او پیرمحمد کاروان غوندې شاعران پیدا کړل چې له قتل او تشدد څخه کرکه یې د شعر تر ټولو اصلي مضمون دی خو له خونکارو لسیزو دمخه غني خان ویلي وو:

 چې  خازې شنې مې په قبر وي ولاړې

 که غلام مړ وم راځئ تو کړئ پرې لاړې

 که پخپلو وینو نه وم لمبېدلی

 په ما مه پلیتوئ د جومات غاړې

یا به دا بې ننګه ملک باغ عدم کړم

یا به کړم د پښتنو کوڅې ویجاړې

 غنی خان په پاسنیو شهکار بیتونو کې داسې څه ویلي دي  چې د تشدد د لېوالو جذبې ورسره لا زیاتې تودېدلای شي، حال دا چې دی د باچا خان زوی و او د خپل پلار د مبارزې په سوله ییز ماهیت ښه پوهېده.  همدا دی و چې باچا خان یې په یوه نظم ( په مردان مارچ د باچا خان) کې له منصور سره تشبیه کړ چې جګړې ته روان دی خو  توپ و توپک او تورې او زغرې یې ورسره نه دي اخیستي. غني خان په همدې نظم کې په لومړي ځل د اروپایي ادب یوه تلمیح په پښتو کې استعمال کړه او د باچا خان په باره کې یې وویل چې: تاج یې د اغزو په سر. په دې مصرعه کې د انجیل هغې خبرې ته اشاره شوې ده چې رومي عسکرو د عیسی علیه السلام له وهلو ټکولو وروسته د ملنډو او سپکاوي په نیت د هغه مبارک  په سر باندې د اغزیو ګېډۍ کېښوده چې ګویا دا دې تاج دی او ته د یهودو پاچا یې.

 ما د شلمې پیړۍ په اتیایمو کلونو کې په پېښور کې  د باچا خان بل زوی، ولي خان یادېږي چې د کالا باغ ډېم خلاف به یې په خپلو تقریرونو کې ویل: په بم به یې والوځوو. ولي خان د تشدد سړی نه و خو تجربې ورښودلې وه چې د ویناوو مخاطبان یې د تشدد په خبرو خوشحالېږي.

 مونږ ان تر اوسه پورې رومي عسکرو ته ورته یو چې د سولې د لارې د مبارزانو په سر باندې د اغزیو تاجونه ږدو او په جهر یا په زړونو کې ورپورې خاندو. زموږ په ټولنه کې په عدم تشدد باندې د باور کموالی مختلف عوامل لري چې البته یو لوی عامل یې دا هم دی چې ولسي مبارزه په واقعي معنا نه ده معرفي شوې. احمدالله ارچیوال زموږ هغه عالم دی چې د سولې ییزې مبارزې په پېژندلو پسې د اروپا او امریکا اکاډیمیکو مرکزونو ته تللی دی، کتابونه یې پسې پلټلي او خپله ټولنه، تاریخ او اسلام یې ورته مطالعه کړي دي. دی چې دوه لیسانسه او دوې ماسټرۍ لري، نن سبا د امریکا د نیوجرسي په یوه پوهنتون کې د سیاسي علومو د  دوکتورا د دورې په زده کړو بوخت دی.احمدالله ارچیوال اول په کابل پوهنتون کې د کیمیا څانګه ولوسته؛ وروسته یې په پېښور پوهنتون کې د سیاسي علومو د لیسانس او په همدې پوهنتون کې د ژورنالیزم د ماسټري سندونه تر لاسه کړل؛ بیا په سیاسي علومو پسې امریکا ته لاړ او ماسټري یې  پکې واخیسته.

 ارچیوال صاحب په خپل دې کتاب کې راته وایي چې ولسي مبارزه یوازې په ولسواک نظام کې نه بلکې په استبدادي نظام کې هم کېدای شي. دی د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو لیتویا، لیتوانیا او استونیا مثال ورکوي چې د سوله ییزې مبارزې په برکت یې خپلواکي وګټله. ارچیوال صاحب د مصر، تیونس او لیبیا د وروستیو کلونو د مبارزو مثالونه هم ورکړي دي چې خلکو یې مستبد نظامونه په سوله ییزو طریقو نسکور کړل.

 ارچیوال صاحب د ځینو لویو دیني علماوو په حواله وایي  چې د اسلام مبین دین د ولسي مبارزې ملاتړی دی. په دې کتاب کې لولو چې په قرآن کریم کې د صبر په اهمیت زیات تاکید شوی دی چې له تشدد سره د اسلام مخالفت ورنه ثابتېږي. دغه راز د اسلام د پېغمبر (ص) د ژوند مثالونه ورکړه شوي دي چې تشدد یې  ونه کړ او ان په طایف کې چې کافرانو په رسول الله ( ص) باندې د تیږو او لوټو ګوزارونه وکړل او له ټپونو یې وینې وبهېدلې ، خو ده مبارک ښېرا نه بلکې د هدایت دعا ورته وکړه.

 د ولسي مبارزې په لارښود کې لولو:« الله ج په قرآن سره د جهاد کولو امر کوي[ په قرآن شریف سره په سختۍ جهاد وکړئ.] مولانا وجیه الدین خان د دې آیت په تفسیر کې وایي چې قرآن الفاظ دي، توره یا توپک نه دي، دا د عقیدې کتاب دی چې الله د خلکو د هدایت لپاره نازل کړی دی، نو له دې امله دلته د قرآن په تعلیماتو د عمل کولو له لارې د خلکو ذهنونو او زړونو ګټلو ته جهاد ویل کېږي. د قرآن شریف د دې آیت په رڼا کې جهاد په حقیقت کې له تشدده د خالي مبارزې بل نوم دی.»

 د ولسي مبارزې لارښود مو د دې ډول مبارزې له طریقو، له ګټو، له حقانیت او له ضرورت څخه خبروي. لیکوال ټینګار کوي چې خلک باید د ظلم او بې عدالتۍ په مقابل کې غبرګون وښیي خو دغه غبرګون دې د تشدد په بڼه  نه وي چې باغ عدن پکې نه جوړېږي خو د پښتنو کوڅې پکې ویجاړېږي.

8 COMMENTS

  1. له استاد غضنفر څخه مننه چې کتاب یي راپیژندلی دی او ډیره ښه لیکنه يي کړي ده.
    د لیکني په سر کې چې کوم تصویر دی، هغه د ارچیوال صیب بل کتاب دی چې په اوس اوس په انګلیسي ژبه خپور شوی دی. ښه به دا وي چې تصویر د نقد شوي کتاب په تصویر باندې بدل شي.

    مننه

  2. كمالي صاحب له رهنمايي دى مشكور يم خو زما به كيبورد كي مد نشته تر أوسه حيران يم جه دا ايت د قران عظيم الشأن به كومه سوره كي دى زكه مي له ليكوال نه غوشتنه وكره جه سورة او د ايت شميره وليكي

  3. قدرمنه عبدالله صاحب، په پاسنۍ جمله کې مو د ( دې) پر ځای ( دی)، د ( په ) پر ځای ( به)، د ( تر اوسه) پر ځای ( تر أوسه) ، د ( چې) پر ځای ( جه) د ( کې) پر ځای ( کي)، د ( ځکه) پر ځای ( زکه) د ( مې) پر ځای ( مي)، د ( غوښتنه) پر ځای( غوشتنه)، د ( وکړه) پر ځای ( وکره) لیکلي دي . مطلب دا چې یوازې د کیبورد ستونزه نه ده. مونږ ټول د بې دقتي ستونزه لرو

  4. ورور مى بى دقتي نشته صرف مجبوريت دى هغه هم د كيبورد بل داجى زما سوال ته جواب ورنه كرى شو ليكوالان ولى غلي شول ؟فكر كوم دوي د قران مبارك سره هم بى اعتنايي كوي دا معقول كار نه دى

  5. عبدالله او جمیل کمالي ته،
    ستاسې تبصرې مې په دقت ولوستې. دواړو د دې په ځای چې د لیکوال ارچیوال صاحب زیار او یا د غضنفر صاحب تبصره وستایي او خپل خدمتګاران وهڅوي، دا کوښښ کړی و چې په غیرمستقیم ډول ځانونه ډېر ایماندار او نور د کمزورې عقیدې کسان معرفي کړي. عبدالله صاحب لیکي دي چې د قران شریف د آیت لپاره باید سوره او د آیت شمېره ذکر شي. عبدالله جانه، ولې باید؟ مونږ هره ورځ په اخبارونو، کتابونو او انټرنیټ کې آیات شریف لولو چې د آیت شریف او سورې ذکر پکې نه وي. تاسې صرف غوښتي دي چې خپل لیکوال مایوس کړئ او شکونه پیدا کړئ او جمیل کمالي صاحب هم عبدالله ورور ته ورته کار کړی دی. هغه بیا کوښښ کړی دی چې عبدالله په دې تورن کړي چې د قرآن کریم کلمه یې بې مده کښلې او دا یې د ګناه کار کړی دی. ایا په دې پنځوسو نورو اسلامي هېوادونو کې هم لیکوال او عام ولس دومره ډېر په یو بل د عقیدې تورونه لګوي؟
    عبدالله که څه هم جیمل کمالي غصه کړی دی خو د هغه په ځواب کې یې د لیکوالو د غیر مستقیم توهین هڅه کړې ده او لیکلي یې دي چې دوی ولې غلي شول؟ او ان وایي چې قرآن ته یې اعتنایي سم کار نه دی. چا بې اعتنایي کړې ده؟ ولې د خپلو پوهانو د بدنامۍ هڅې کوو؟ ایا دا ضرور ده چې هغوی خوارانو چې کتاب یې لیکلی یا یې تبصره ورباندې کړې ده، ستا تبصره ولولي او ځواب ورکړي؟ ایا هغوی به خبر وي چې تا تبصره کړې ده؟ او بل ته خو ښه پوهېږې چې د آیت د نمبر موضوع له مولانا وجیه الدین خان سره تعلق لري. په دې کې د ژباړن او مبصر خوار څه ګناه ده؟ مګر بیا هم چون مونږ د خپلو خلکو په غندلو کې تکړه یو نو د مولانا قول مو هم د خپلو لیکوالو له بې اعتنایي سره غوټه کړی دی. رښتیا هم چې عجب خلک یو او د خپلو خلکو په ځبلو کې څومره استادان یو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب