سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد طالبانو له واک وروسته په کم عمر کې د نجونو ودول...

د طالبانو له واک وروسته په کم عمر کې د نجونو ودول ډېر شوي

خبرياله: خاطره نوري

په افغانستان کې د کم عمره نجونو ودول ښايي نوې خبره نه وي خو د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې وتړل شوې، یو شمېر نجونې وايي چې د دې هيواد په بیلابیلو سیمو کې د کم عمره نجونو ودول ډېر شوي دي.

د لوګر ولایت اوسېدونکې ۱۷ کلنه حميده (مستعار نوم) وایي چې نږدې یو نیم کال وړاندې وروسته له هغې چې د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې وتړل شوې کورنۍ یې د دې د واده کولو پرېکړه وکړه. هغه زياتوي چې د نهم ټولګې زده کوونکې وه چې په افغانستان کې تېر جمهوري نظام ړنګ او پر ځای یې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

نوموړې وايي:« ښوونځی زما لپاره هر څه و، خو کله چې طالبان راغلل او زموږ ښوونځي یې وتړل، زه یې په کم عمر کې واده کړم که ښوونځي ته تلم تر فارغیدو مخکې مې پلار زه نه ودولم، اوس د دریو میاشتو حمل لرم ډیره ډاریږم چې دا دوره به زه څنګه تیروم ځکه مور مې د ولادت پرمهال وفات شوې ده». حميده وايي پینځه خویندې لري او ټولې د کم عمره ودونو قرباني شوي دي.

هغې د خپلې یوې بلې خور د واده په اړه وویل: «زه کوچنۍ ومه چې کله زما درېيمه خور واده شوه په کور کې مې مور او خویندې خبرې نه وې چې پلار مې د  ماما په کور کې د هغې شیرني ورکړې وه؛ هغه د خپل ژونده خوشحاله نه ده خو د خپلو اولادونو لپاره د خاوند په کور کې ژوند تیروي، خاوند یې ډیر وخت په ایران کې مسافر وي د خسر کورنۍ یې د واده په لومړیو کلونو کې پرې ډیر ظلم کولو، اوس ښه ده څوک پرې ظلم نکوي خو ځواني یې تیره شوه ».

حميده د کورنیو ترمنځ بد دود او کلتور او د سواد د کچې ټيټوالی د دې کار لامل بولي او له نورو کورنيو غواړي، چې د خپلو لوڼو د ژوند شريک د ټاکلو حق دې ورکړي.

یوه بله افغانه میرمن چې ۲۸ کاله عمر لري وايي چې هغه مهال واده شوه چې د واده په مانا نه پوهېده. ياده مېرمن چې اوس د درې اولادونو مور ده وايي د لومړي ماشوم د زیږون پر مهال له سختو روغتیايي او روحي ستونزو سره مخ شوه ځکه د دې په خبره عمر یې ډېر کم وو.

نوموړې زياته کړه: «[جلۍ چې په خولۍ وولې او په ځمکه ونه لویده د واده کولو ده] دې خبرې د ډیرو افغان نجونو ژوند خراب کړ. په کم عمر کې واده کول لکه د ماشومانو د لوبو په رقم ښکاري خو چې کله د ولادت دردونه پرې راشي پوهیږې چې ژوند یې حقیقی دی او لوبې ندي؛ په کم عمر کې د ولادت د دردونو زغم ډیر سخت وي کله چې په ما دردونه راغلل نه پوهیدم څه وکړم چغې مې وهلې؛ روغتون زموږ له کوره لرې و، تر څو چې رسیدو او زما لور پیدا کېده په ما قیامت تیر شو».

په کم عمرې کې ودونه، په بدو کې د نجونو ورکول او دغه شان په بدل د نجونو ودول په افغانستان کې یو له پخوانیو ناوړه دودونو څخه دي. دا هیواد چې خلک یې تر ډېره په کلتوري دودونو باور لري د نجلۍ له پیغلتوب سره سم هڅه کوي چې د واده سرشته یې راونیسي، خو پوښتنه داده چې په کم عمرې کې ودونه د نجونو په جسمي روغتیا او روان څومره منفي اغیزې لري؟

د نسايي-ولادي برخې متخصصه فرشته پوپلزۍ وايي:« په کم عمر کې د یوې جلۍ میندواره کیدل د حمله دوره ( سایکل ) خپله پر یوې ښځې فشار وي هرموني بدلون یې بدن کې پیداکیږي او یو نوی ژوندی موجود یې په بدن کې وده کوي دا بدلون له ځانه سره رواني ستونزې لري او د ډیرو کم عمره میندو د مړینې سبب ګرځي، که ولادت یې موفق هم وي په ډیرې سختې یې ماشوم پیدا کیږي چې تر ډیره حده موږ د دوی عملیات ته مجبوریږو ».

په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعاله سحر ساحل وايي چې په افغانستان کې د کم‌عمر ودونه اوږده سابقه لري، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ټولو برخو کې د ښځو پر وړاندې محدوديتونه د دې لامل شوي، چې د کم‌عمره او اجباري ودونو خطر ډېر شي.

نوموړې وايي:« متاسفانه په افغانستان کې نجونې د بیلابیلو دودونو له مخې په کم عمر کې ودونو ته اړويستل کیږي؛ کله په بدو ورکول کیږي کله د میراث لپاره او یا هم د ولور لپاره چې دا د خپلو نجونو د سرنوشت سره لوبې کول دي؛ دا عمل د بشر له حقونو سرغړونه ده؛ پلرونه او میندي نباید داسې اعمال تر سره کړي چې د خپلې لور ژوند له خطر سره مخ کړي».

که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت تازه په افغانستان کې د کم عمره ودونو د زیاتوالي یا شمېرو په اړه څه نه دي ویلي خو نږدې درې میاشتې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي وو چې په هیواد کې ۳۸.۹ سلنه نجونې چې له ۱۸ کلونو کم‌عمر لري متاهلې دي.

دغې ادارې په ۱۴۰۱ کال کې د څو شاخصونو کلستر په سروې کې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف په همکارۍ او مالي ملاتړ ترسره شوې، ويل شوي په هلمند او هرات کې تر ټولو زيات د کم‌عمر ودونو ۵۲.۲ سلنه او په کابل کې ۲۷.۶ سلنه ده، چې اوسمهال د دغو ښځو عمرونه د ۲۰ او ۴۹ کلونو ترمنځ دي. د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي، له ۲۰ تر ۲۹ کلنو ښځو کې ۹،۶ سلنه یې په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې دا هم لیکلي چې، د ښځو تر منځ د کم‌عمره ودونو کچه په کلیو کې ۴۰.۹ سلنه او په ښارونو کې ۳۳.۳سلنه ده.

دا سروې په داسې حال کې ترسره شوې چې ښځې په افغانستان کې له خپلو اساسي حقونو لکه زده‌کړو، کار، له محرم پرته تګ راتګ، پارکونو او لوبغالو ته له تګ څخه منع شوي دي، چې د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې دې کار د جبري او د کم‌عمره نجونو د ودونو زمینه برابره کړې ده.

د نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ په ټوله نړۍ کې څه د پاسه ۷۰۰ مېلیونه مېرمنې په ماشومتوب کې واده کېږي چې د نړۍ د ټولو مېرمنو ۱۰ سلنه جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب