جمعه, مارچ 29, 2024
Home+مشروع حکومت، مشروعیت او خدمتګاره اداره

مشروع حکومت، مشروعیت او خدمتګاره اداره

پوهاند محمدبشیر دودیال

په دې ورځو کې د یو دولت د رسمیت پېژندنې، مشروعیت او قانونیت په اړه ډېرې خبرې کیږي. ډیرو خلکو ته نه یواځې دا چې په دې هکله ډېرې پوښتنې پیدا دي، بلکې ځینی کسان دغه مفهوم په ډول ډول ماناګانو تعبیر او تاویل کوي. د هیوادوالو؛ په تېره د ځوانانو لپاره به دا اصطلاح د عامه ادارې او حکومتولۍ له نظره، له لغوی او اصطلاحي پلوه لنډه ولیکو:

۱. د مشروعیت لغوی تشریح

د عربی ژبې مشروع یا مشروعیت، له (legitimation) سره معادل ده. اداره او مدیریت کې ټولو هغو اجرااتو اوفعالیتونو ته ویل کیږي،چې د قانون مغایر نه وي. د حکومتولۍ په بحثونو کې د قانون مطابق ته مشروع ویلای شو. په مجموع کې مشروعیت یعنی درست، سم، پرحقه، قانونی، حلال او حقانیت لرونکی. د دې برعکس ته غاصب (usurpation) او د مشروعیت قاتل ویل شوی دی. هر هغه نظامونه چې په زور او د عامه ارادې پرته پر ولسونو تپل شوی وي، غاصب بلل کیږي، خو هغه حاکمیت او اداره چې د قانون له مخې وي، مشروع بلل کیږي. په عامه اصطلاح کې مشروعیت هغه عقلانی توجیه ده چې یو حاکم یې د خپلو اعمالو لپاره وړاندې کوي. په عام ډول؛ روا او د قاونونی حیثیت لرونکی کار یا اقدام ته ” مشروع ” ویل کیږي.

 ۲. د مشروعیت یا (legitimistic) اصطلاحی تشریح:

نن ورځ تر هرڅه زیات دمشروعیت اصطلاح د حکومتولی او اداري چارو په هکله ډیره کارول کیږي. له دې پلوه مشروعیت؛ په یوه حکومتی نظام کې د هغو ځانګړنو مجموعه ده چې یو حاکم دهغو په مرسته خپل حاکمیت صحیح بولي. د دوی دا ادعا دې پوښتنې ته ځواب وایي چې دوی ولې اوڅنګه مشروع دي؟ همدارنګه په رسمیت پېژندل شوي حکومتونه، نظامونه، اجرات، مراجع، ادارات او اعمال مشروع بلل کیږي. مشروع حکومتونه دقوانینو دجوړولو او انفاذ صلاحیت لري. قانون د حکومتی چارو لپاره لومړنی او اساسی شرط دی. د اداری نامتو عالم، ماکس ویبر د مشروعیت لپاره لاندې درې سر چینې ښيي:

۱.سنتی مشروعیت،

۲.کاریزماتیک (‌ذاتي صفات او جذابیت لرونکی شخصیت) مشروعیت،

۳.عقلانی مشروعیت.

له دغو درېو خصوصیاتوپرته؛ یو شمیرنورو پوهانوحلورم صفت هم وراضافه کړی: دوی وایی چې یو مشروع حاکمیت باید تخصصی (vocational) هم وي. په دې توګه که پورتنۍ درې سرچینی مشروعیت ته د حقانیت دلیل برابروي. دغه څلورمه یعنی (vocation) سرچینه د توانمندی تضمین کوونکی بولي. د دې معنا داده چی حاکمه اداره باید پوهه او تخصصی معلومات هم ولري. سنتی مشروعیت هغه دی چې یوه ټولنه دخپل عُرف، سنتو او عنعناتو له مخې یو چاته مشروعیت ورکوي، لکه پخوا به چی شهزادګان بی له کومی استثنا دحاکمیت مستحق وو. همداسې هم د یوه رهبر او حاکم ذاتي استعداد هم د ده پر مشروعیت او حاکمیت سوال نشی پیدا کولای، خو عقلانی یې بیا هغه دلایل دي چې یو حاکم باید د هغو په لرلو سره حکومت دریځ ته رسید لی وی، لکه عُمر، پوهه، تجربه، تحصیل، تجربه، صداقت، محبوبیت او نور هغه صفات چی یوه ټولنه کې معقول او عقلانی ښکاري. مشروعیت لومړی ځل په لرغونی روم کې د نامتو فیلسوف (سیسرون) له خوا مطرح شو. په عربی ژبه کی یې معنا په شرع برابروالی دی. له دې امله چې د حکومتولي او هره اداره په راس کې یو فرد(رهبر/leader) چارې رهبری کوي، نو باید رهبر هم مشروعیت ولري.

د ادارې او مدیرت دوه نامتو پوهان( پیج او وونگ) خدمتګاره اداره کې د رهبر لپاره څلور محوري – شخصیتی ابعاد ښیي:

وګړپالنه، خلکو او ولس سره مینه، دندې ته اخلاص لرل او د مسلکي/تخصصي پوهې له مخې خدمات
ترسره کول، ا و ادارې پروسه باندې پوهیدل.

تخصص، اداري پوهه، خلکو سره مینه او عامه غوښتنو ته درناوی یوه معنا داره(meaning full)ځانګړنه ده چې د عامه رضایت لامل ګرځي. اعتماد جوړول او رضایت تر لاسه کول په زوراو تشدد نه کیږي، بلکې تشدد سرچپه پایله لري.  دادارې او د مدیریت دعلم نامتو څیړونکی لوین( Liwin)په۱۹۹۹م. کال کې ثابته کړه چې خدمتگار مشران او حوصله مند حاکمیت د باور لامل کیدای شي، استبداد د حاکمیت تباهي ده . وروسته بیا گرین لیف د باور جوړلولارې وښودې.

ګرینلیف د خدمتگاري په اړه، په خپل نامتو كتاب« رهبرد خدمتگار په دریځ کې » لیکی: خدمتگاره
اداره او حاکمیت په یوه فردی طبیعي حس سره شروع کیږي؛ یعنې هغه فرد او وګړی چې په ذاتي ډول د کار اوخدمت کولو اراده لري. دا یو شعوري او آگاهانه انتخاب دی ، په دې سره ټولنه او اداره کې شوق او یوبل سره مینه او یو پربل باور زیاتیږي. کله چې باور موجودوي، دا باور له اقتدار سره مرسته کوی. له دې سره یوځای؛ مدنی ارزښتونه او متمدن والی (civilization) هم د مشروعیت اوصاف دي، چې د مقتدرصفت تکمیلوی. دغه ډول حکومتونه ټولنې ته پرمختګ او ترقي راولي.په دې ترتیب د یوښه حکومت لپاره څلور میمونه (مشروع، مقتدر، مدنی او مترقی) ضرور دي.

دیموکراتیکې ټولنې مشروع حکومتونه لري، دا ځکه چې حکومت د خلکو په خوښه غوره شو وي. هغه حکومتونه چې د کودتا یا د قدرت دغصب له مخې په واک کې وي، نړیوال یې په رسمیت نه پیژني، ځکه دوی ورته غیر مشروع وایي، هغه حکومتونه چې نړۍ یې په رسمیت ونه بیېژنی، غیر مشروع دي، نو په دې ډول دواړه؛ (مشروعیت او په رسمیت پېژندنه، په رسمیت پېژندنه او مشروعیت) یو بل سره تړلي دي.

3 COMMENTS

  1. سلام
    شرع، شریعیت ،مشروع عربی ترم( مفعول اسم) مونث یی مشروعه ګڼل کیږی تاسې دیر ښه روښانه او تعریف کړی دی. مشروعیت دیوې ټولنې له اعتقاداتو، ارزښتونو فرهنګ اوکلتور عملکرد سره کلک تړاو لری . مستقیمه لار ، ښکاره او څرګنده لار، قانونی او دحقانیت پروسه او لار ده .اجتماعی قرار داد او دټولنی ټولې منل شوې پدیدې اوضوابط د قانون په چوکات کې چې هم کورنی او هم دبهرنی تګلاری لپاره قانونی لید لوری و لری.
    زه حیران دې ته پاتې یم چې مشروعیت څنګه بې له قانون اوبهرنی سیاست نه امکان لری دلته دملی حاکمیت تعریف به څه وی . زموږ داټول بی بنیاده دخېټې ګونګوسی په تودې خبرې ، تحول، څار، فراخبر، تاوده بحثونه او نور جړنګانی لکه انتر نشنال افغانستان تلویزن دڅه لباره؟ داخلک څه وایی……….دا خلک د څه لباره راځی دا پنډ پنډ او بوجی بوجې خبرې ……….دنیا په کوم لوری روانه ده او موږ څه کوو….؟
    اسلامی امارت هم د مشروعیت لاره په هوسی توګه د سرتمبګی په زور ګروګان نیولی سیستماتیک ، علمی اوهراړخیزه منسجم بلان نه لری نه چاته غوږ نیسی او نه یې استعداد لری. شل کلن ګډوډ فرهنګ بیرته رغول سلسله مراتب غواړی او پوهه. اوس له مشروعیت څخه دبسوګۍ واده جوړشوی.

  2. پوهاند دودیال صاحب او خادمو متخصصینو ته
    السلام علیکم و رحمت الله
    د یوه حکومت یا اداری د مشروعیت لپاره تر ټولو اهم عنصر د خدمت کولو توان او ظرفیت دی چي
    دا ظرفیت لرونکو ته اسلام دِ اهل کلمه کارولی، موږ په اسلامی نړۍ کی حافظ غاصب او قاتل حاکمان لرو خو شرعاََ مشروعیت نلری
    ربنا لا تجعلنا فتنه للقوم الظالمین و نجنا برحمتک من القوم الکافرین ۰

  3. ډېرو درنو، عزتمندو او ښاغلو ورڼو هریو؛
    جناب شریف زاد صاحب او قدرمن ډاکتر صاحب همت السلام علیکم ! ستاسو له لطف او تائیدی نظرونو څخه مننه کوم. دغه لیکنه می د پوښتنه کوونکو په ځواب او د دوی د معلوماتو لپاره لیکلی وه، دا چی تاسو هم ولوسته زما لپاره ویاړ دی. الله پاک دی موږ ته دا توفیق راکړی چی د خپلو خلکو د خذمت جوګه او خدای (ج) مو دی له مشروع لارې (صراط المستقیم) پرته په بله لار نه بیایی (امین یا رب العلمین)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب