شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد ناروې پلازمېنه، اوسلو به د افغانستان په اړه د نړیوالې غونډې...

د ناروې پلازمېنه، اوسلو به د افغانستان په اړه د نړیوالې غونډې کوربنه وي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۱۴مه) ټاکل شوې ده چې یو شمېر نفوذلرونکي افغانان او د لوېدیځو هیوادونو چارواکي روانه میاشت د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې.

د پاکستان نېشن ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې دوی به پر دې د نظرونو تبادله وکړي چې د طالبانو موقت حکومت له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو څومره عمل کړی دی.

سره له دې چې د ښځو د کار او زده کړو په شمول په بیلابیلو برخو کې د طالبانو له حکومت سره د کار کولو په لار کې نړیواله ټولنه ګڼ خنډونه ویني خو د اوسلو راتلونکې غونډه د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل یوه بله هڅه ده.

له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې په تعامل کې قطر په ځانګړي ډول رول لوبولی. په مې میاشت کې د قطر صدراعظم کندهار ته لاړ او د طالبانو له مشر ملاهبت الله اخوندزاده سره یې ولیدل. د دوی کتنه پټه وساتل شوه او څرګنده نه شوه چې پر کومو موضوعاتو خبرې او یا کومه موافقه وشوه.

د اوسلو د غونډې دقیقه نېټه تر دې دمه لا څرګنده نه ده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې په دې غونډه کې به یو شمېر نفوذ لرونکي افغانان هم برخه ولري خو معلومه نه ده چې له نفوذ لرونکو افغانانو منظور کوم کسان دي.

1 COMMENT

  1. داغوڼډی نتیجه نلری طالب ځان برلاسی بولی اوپه خپله خوښه نړی سره تعامل غواړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب