جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد بدخشان مرستیال والي په موټر بمي چاودنه کې ووژل شو

د بدخشان مرستیال والي په موټر بمي چاودنه کې ووژل شو

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۶ مه) په بدخشان کې طالب چارواکي وايي چې یوه موټربمي چاودنې نن (سې شنبې) د دغه ولایت مرستیال والي او د هغه موټرچلوونکی وژلي او یو شمېر نور ټپیان کړي دي.

د ځینو راپورونو پر اساس، په دې پېښه کې لږترلږه ۱۰ تنه ټپیان شوي خو کره شمېر یې لا څرګند نه دی.

د دې پېښې، چې په فیض اباد ښار کې وشوه، مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور د رييس معزالدین احمدي په وینا، له چاودنې وروسته د بدخشان مرستیال والي مولوي نثاراحمد احمدي ټپي شو خو روغتون ته له رسیدو سره یې سا ورکړه.

کابو ۵ میاشتې پخوا په بدخشان کې دې ته په ورته موټربمي چاودنه کې د دغه ولایت امنیه قوماندان وژل شوی و.

1 COMMENT

  1. روسیه: امریکا افغانستان بې ثباته کوي، داعش او القاعده پکې پالي
    https://taand.net/?p=225606
    دا کار په اصل کې امریکا او بیا په ځانګړی ډول پاکستان کوی ځکه دا ډله امریکا، سعودی او برتانیی په مشترک ډول جوړه کړه ترڅو افغانان د آبادی او ښیرازی ورځی ونلري مګر دا ځوروني له ۴۵ کالو را پدیخوا د غرب او پاکستان او ایران او سعودی او فرانسی او جرمنی له لوری روان دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب