Homeخبرونهروسیه: امریکا افغانستان بې ثباته کوي، داعش او القاعده پکې پالي

روسیه: امریکا افغانستان بې ثباته کوي، داعش او القاعده پکې پالي

تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۱۶ مه )   د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف په تاجیکستان کې د روسیې ۲۰۱ پوځي اډې ته د خپل سفر په ترڅ کې پر واشنګټن یو ځل بیا ځینې تورونه تکرار کړل.

نوموړي وویل:دا په یقیني ډول روښانه ده چې متحده ایالات په فعاله توګه د داعش، القاعده او په هغو پورې اړوندو نورو تروریستي جوړښتونو ملاتړ کوي او په افغانستان کې پاتې کیږي، ترڅو په دغه هیواد کې حالات ارام نه شي.

د روسیې د ډیپلوماټیکې دستګاه رهبري کوونکي ادعا وکړه، چې د امریکایی چارواکو عمده لومړیتوب په سیمه کې د ثبات کمزوري کول دي.

نوموړي په دې اړه د کوم سند یا مشخصې موضوع یادونه ونه کړه.

روسیې مخکې هم پر امریکا متحده ایالاتو ورته تورونه لګولي، خو امریکایي چارواکو رد کړي دي.

څه موده مخکې په تاجیکستان کې د امریکا سفیر مانویل میکلر وویل، امریکا د طالبانو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډکې لارې نه مني او په افغانستان کې یې ټولو لورو ته د خبرو بلنه ورکړې.

1 COMMENT

  1. البته دا ادعا نه ده بلکه یو مسلّم حقیقت دی چی امریکائیان او انګریزان زموږ په سیمه کی د ویرانوونکو او شیطانی پلانونو د پلی کولو اِراده لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...