پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهټام ویسټ د افغانستان په اړه نوي سفرونه لري

ټام ویسټ د افغانستان په اړه نوي سفرونه لري

تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۱۶ مه )  د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی “توماس ویسټ” د افغانستان پر روان وضعیت د خبرو لپاره لندن او ابوظبي ته ځي.

هغه له دغو سفرونو مخکې ویلي، چې د خپل سفر په دې پړاو کې به د جون له ١٥مې څخه د جون تر ١٩مې پورې انګلستان او متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي، څو له خپلو شريکانو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې وکړي.

ویسټ تر دې مخکې د افغانستان د مسئلې په اړه د خبرو لپاره د پاکستان، هند، ترکيې، قطر او ځينو اروپايي هېوادونو په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي، خو د دغو سفرونو پايلې لا نه دي اعلان شوې.

د روان کال د مې میاشتې په نیمايي کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د مصالحې د عالي شورا له پخواني رئیس عبدالله عبدالله سره په دې اړه خبرې وکړې چې له افغانستان سره په نړیواله کچه د اړیکو څرنګوالی وشي.

عبدالله ویلي وو، چې ویسټ سره په خبرو کې یې د ټول ګډونه افغان حکومت پر رامنځته کولو خبرې کړې وې.

د امریکایي استازي دا سفر پر داسې مهال دی، چې د قطر صدراعظم څه موده مخکې کندهار ته تللی و او د طالبانو له مخ پټي مشر ملا هبت الله اخندزاده سره یې لیدلي وو.

 ویل کیږي، چې د قطر صدراعظم د امریکا ځینې مهم پيغامونه هبت الله اخندزاده ته ورسره وړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب