جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په...

د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې ساري ډول کم شوی

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۶مه) د سپوږمکۍ له لوري د افغانستان په اخیستل شویو تصویرونو کې څرګندېږي چې په دې هیواد کې کوکنار په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو کم کرل شوي دي.

د بریتانیا السیزجیو (AlcisGeo) ادارې د سپوږمکۍ په وسیله په افغانستان کې د کوکنارو کروندې څارلي او ورته جوته شوې چې سږ کال په دې هیواد کې د کوکنارو کښت تر ټولو ټیټ حد ته راکم شوی دی.

طالبانو تېر کال د کوکنارو کښت منع کړ او اوس داسې ښکاري چې دوی د خپل حکم په تطبیق کې تر ډېره بریالي شوي دي.

د بریتانیا السیز جیو موسسې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت تر هغه څه هم کم شوی چې توقع یې کېده.

ښايي په تېرو درو یا درې نیمو لسیزو کې له ۲۰۰۱ م کال پرته چې د طالبانو پخواني مشر ملاعمر د کوکنارو کښت منع کړ، بل هیڅوخت د کوکنارو کښت په افغانستان کې دومره نه و کم شوی.

د طالبانو اوسني مشر ملاهبت الله اخوندزاده د تېر ۲۰۲۲ په اپریل کې، چې د واک ته رسیدو یې ۷ میاشتې وتلې وې، په هیواد کې د کوکنارو او مخدرو موادو کښت او تولید منع اعلان کړ.

د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت مخنیوي په عین حال کې یو شمېر کروندګرو ته، چې د کوکنارو پر کښت یې ګوزارده کوله، سخت مالي تاوان اړولی دی او دا وېره شته چې یو شمېر خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب