شنبه, مې 4, 2024
Homeداسې هم شتهساینسټیسلا ارزانه الیکترونیکي موټر راوایستل 

ټیسلا ارزانه الیکترونیکي موټر راوایستل 

تاند- ټیسلا کمپنۍ بالاخره خپل نسبتاً ارزانه الیکترونیکي موټر د متحدو ایالتونو په کلیفورنیا کې خرڅلاو ته راوایستل.

د الکترونیکي یا برقي موټرو مینه وال او پېرودونکي په نړۍ کې ورځ په ورځ زیاتېږي خو تراوسه پورې د دغو موټرو اصلي ستونزه د هغو لوړه بیه ده.

ډېر خلک یې په دې خاطر نه اخلي یا یې نه شي اخیستی چې بیه یې لوړه ده خو اوس ټیسلا کمپنۍ، چې الیکترونیک موټرونه جوړوي، ویلي چې ارزان بیه موټر یې جوړ کړي او ډېر ژر به یې په پراخه پیمانه بازار ته راوباسي.

د ټیسلا کمپنۍ عملیاتي رييس ایلان ماسک د جمعې په ورځ په ټویټر کې اعلان وکړ چې د ټیسلا 3 ماډل موټر به ژر بازار ته وباسي.

ټیسلا ماډل 3 څلور دروازې لري او لومړی پلا د ۲۰۱۶ کال د مارچ په یودېرشمه معرفي شو او وویل شول چې په ۲۰۱۷ کې به بازار ته راووځي.

د ټیسلا عملیاتي رييس وايي چې د دغه کوچني الیکترونیک موټر بیه ۳۵ زره ډالره اېښودل شوې ده خو که یې اخیستونکي زیات شول او په زایاته پیمانه تولید شول، بیه به یې نوره هم ټیټه شي.

ټاکل شوې ده چې ۱۰۰ دا ډول موټرونه په راتلونکې اګست میاشت کې او یو نیم زر نور په سپټمبر کې بازار ته وړاندې شي.

ماسک وویل چې ورو ورو به د ټیسلا 3 تولید زیات شي او په دسمبر میاشت کې به ۲۰ زره په یو وار بازار ته وباسي.

دا کمپنۍ غواړي چې په مجموع کې سږ کال هر اوونۍ ۵ زره الیکترونیک موټرونه جوړ کړي.

ټاکل شوې ده چې په ۲۰۱۸ م کال د ټیسلا درېم ماډل موټرونو تولید په اوونۍ کې ۱۰ زرو ته ورسېږي. په مجموع کې ټیسلا تر ۲۰۲۵ پورې یو ملیون الیکترونیک موټرونه جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب