شنبه, مې 18, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد څارویو د درد معلوموونکی سافټ وېر جوړ شو

د څارویو د درد معلوموونکی سافټ وېر جوړ شو

تاند- د کیمریج پوهنتون څېړونکو داسي سافټ وېر یا نرمکالی جوړ کړی چې د کورنیو او اهلي څارویو درد تشخیصولی شي.

د بریتانیا د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، دا سافټ وېر چې مصنوعي مازغه لري، د پسونو په مخ کې ۵ حالتونه پېژندلی شي او دا معلوموي چې ایا دا حیوان درد لري او که نه.

د سترګو تنګېدل، د بارخوګانو کلکېدل، د مخې خوا ته د غوږونو ځړېدل یا کږېدل، د شونډو ښورېدل او د انګلیسي له (U) توري له حالت څخه د (V) توري په شان د پزې د سورو د بڼې بدلېدل د څاروي د درد نښې دي.

په دې څېړنه کې په زړه پورې خبره دا ده چې د درد په وخت د انسان او حیوان څېرې سره ورته وي.

څېړونکو د دې سمارت یا ځیرک سافټ وېر لپاره د پسونو او مېږو له ۵۰۰ عکسونو کار اخیستی. دا عکسونه ویترنرانو په داسې حال کې اخیستي چې مېږې لنګېدلې.

پسونه عموماً د پښو د سوې (نوکانو) د خرابېدو له کبله زیات درد احساسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب