Homeروغتیاپه ۱۰ کلونو کې به ۷۵٪ سرطانونه تداوي کېدای شي

په ۱۰ کلونو کې به ۷۵٪ سرطانونه تداوي کېدای شي

تاند- څېړونکي اټکل کوي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د سرطان په ناروغیو د انسانانو مړینې په سلو کې ۷۵ لږې شي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د سرطاني ناروغیو مخکښو څېړونکو د دې ناروغۍ په نړیوال کنفرانس کې وویل، دې ته په پام چې اوس د نړۍ په هیوادونو کې د سرطان ناروغي ژر تشخیص کېږي او تر پخوا ناروغان زیات وخت ژوندي پاتې کېږي، تر ۲۰۲۷ م کال پورې به په بریتانیا او امریکا کې له هرو څلور په سرطان اخته کسانو څخه ۳ وژغورل شي.

د دوی په وینا اوس هم په دغو هیوادونو کې د سرطان په ناروغیو هغه اخته شوي کسان ژوندي دي چې ۱۰ یا ۲۰ کاله پخوا پرې مبتلا شوي ول.

څېړونکي وايي چې د سرطان ناروغي په لومړیو کې په ګرانه تشخیص کېږي خو که ژر وپېژندل شي تداوي کېږي.

د دې لپاره چې په پرمختللیو هیوادونو کې د تشخیص وسایل ډېر دي، اوس هم اکثره ناروغان په وخت تداوي کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...