دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورسینماسني لیون، یو هندی سوداګر په لانجه اړولی

سني لیون، یو هندی سوداګر په لانجه اړولی

تاند: بالیووډ ته له لوڅو فلمونو څخه ورغلې سني لیون دې ورځو کې له جالبې لانجې سره مخ شوې ده.

نوموړې چې تازه یې ارجن پټیاله فلم راغلی دی، په دې فلم کې د یوې کوچنۍ تېروتنې له کبله یې د هند یو لوی سوداګر په غم اړولی دی.

کیسه داسې ده چې سني لیون په دې فلم کې خپل ملګري دلجیت دسانج ته یو ټلیفون نمبر ورکوي، ورته وايي دا مې نمبر دی، له ځان سره یې ثبت کړه، د خدای ساده ګانو هندیانو چې دا نمبر لیدلی فکر یې کړی چې د سني لیون شخصي نمبر به وي.

نو همدا چې دغه نمبر ته یې زنګونه پیل کړي، له بده مرغه دا ټلیفون نمبر حقیقيې و، د سني لیون نه و خو د هند د یو لوی سوداګر پنیت اګروال نمبر ختلی دی او خلکو له هغه نه د جنسي اړیکو نیولو غوښتنه کړې ده.

له دې امله د ډیلي لوی سوداګر پنیت اګروال مجبور شوی چې پولیسو ته شکایت وکړي.

پنیت پولیسو ته ویلي، خلکو بیخي پزې ته راوستی او هر څوک چې ورته فون کوي، نو د جنسي اړیکې غوښتنه ترې کوي.

 اګروال زیاتوي، د جولای له ۲۶مې راهیسې چې ارجن پټیاله فلم ریلیز شوی دی، خلک ده ته ټلیفونونه کوي او ناسمې خبرې ورته کوي: (( تر اوسه ۵۰۰ ټلیفونونه راته شوي دي، لومړی خو ما فکر کاوه چې خلک مې په عذابوي، مګر وروسته راته معلومه شوه چې زما نمبر د سني لیون په فلم کې کارول شوی دی، خلکو ته مې ډېر وویل چې دا د سني لیون نمبر نه دی، خو هیڅوک یې نه راسره مني.))

 نوموړی وایي، خلکو دومره په غوسه کړی چې اکثره کسانو ته یې ښکنځل هم کړي دي او اوس له ډیر مجبوریته راغلی چې د ډیلي په پریتم تاڼه کې عریضه وکړي.

 خو بلخوا سني لیون له زوم ټي وي سره مرکه کې له پنیت اګروال څخه بخښنه غوښتې او زیاته کړې یې ده چې موږ دا ټلیفون نمبر فلم کې هسې کارولی و او ورته معلومه نه وه چې کوم انسان به د دوی له کبله دومره په زحمت کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب