چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeکلتورسینماتمنا بهاټیا د نوازالدین صدیقي په څنګ کې

تمنا بهاټیا د نوازالدین صدیقي په څنګ کې

تاند: ټاکل شوې چې د بالیووډ ښایستوکې اداکاره تمنا بهاټیا د نواز الدین صدیقي په راروان  (بولی چوړیان) فلم کې د هغه د معشوقې په کرکټر کې راښکاره شي.

بولی چوړیان فلم چې شوټنګونه یې د تېرې پنجشنبې په ورځ پيل شول، د نواز الدین صدیقي د ورور نواب صدیقي په ډایرکرکټرۍ کې لومړی فلم دی.

په دې فلم کې راجیش بهاټیه او کرن بهاټیه پروډیوسران دي، چې په کې به د نواز الدین صدیقي سره راجپال یادف هم لوبېږي.

دا فلم ټاکل شوې چې د ۲۰۱۹ کال تر پایه نندارې ته وړاندې شي چې پخپله نوازالدین صدیقي ورته یوه رپ سندره هم ویلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب