یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمصنوعي ذهانت به په لا دقت د هوا د ۳۰ ورځو اټکل...

مصنوعي ذهانت به په لا دقت د هوا د ۳۰ ورځو اټکل کوي

تاند(دوشنبه، د ثور ۱۷ مه) د مایکروسافټ شرکت د هوا سټارټ اپ د مصنوعي ذهانت په مرسته د هوا پېژندنې ماډلونو ته وده ورکوي.

د وینډوز د راپور له مخې، دې ته په پام چې د مایکروسافټ د هوا سټارټ اپ د هوا پېژندنې او اټکلونې په برخه کې ځینې مهم کارونه کړي او د نړۍ د هوا په اړه یې وړاندوینې نسبتاً ډېرې سمې ګڼل شوي دي، هیله شته چې په مصنوعي ذهانت سمبال د دغو ماډلونو وړاندوینې به لا ډېرې دقیقې وي.

د فارکاسټ واچ (ForecastWatch) په نوم د هواپېژندنې شرکت، چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې دی، د تېر کال په مارچ میاشت کې د مایکروسافټ د هوا سارټ اپ د نړۍ د هوا اټکلونې تر ټولو دقیقه اداره وبلله.

مایکروسافټ په خپل بینګ ویبلاګ کې د مصنوعي ذهانت د یوه ماډل پر ځای پنځه بیلابیل روزل شوي ماډلونه ترکیب کړي دي چې د هوا اټکل لا دقیق کوي.

دا شرکت وايي چې د مصنوعي ذهانت ماډلونه د هوا په اړه د څو لسیزو د معلوماتو د رایوځای کولو او تحلیلولو په مرسته د هوا په اړه ښه اټکل کولی شي.

د بینګ په وسیله د کابل ښار د ۳۰ ورځو د هوا اټکل په دې ډول شوی دی:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب