یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتهران ته د ملا متقي سفر او د طالب چارواکو پر بې...

تهران ته د ملا متقي سفر او د طالب چارواکو پر بې بیرغۍ د نیوکو دوام

تاند ( دوشنبه، د جدي څلورمه) ایران ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ملا امیرخان متقي له تازه سفر سره، یو ځل بیا په بهرنیو غونډو کې د طالب چارواکو د « بې بیرغه» ګډون په اړه نیوکې زیاتې شوي.

د ملا متقي د دغه سفر په خپرو شویو ویډیوګانو او تصویرونو کې لیدل کیږي چې هغه له کوم بیرغ پرته د فلسطین د وضعیت په اړه جوړې شوې غونډې ته وینا کوي او دغه راز د ایران له یو شمېر چارواکو سره د لیدنو پر مهال ورسره کوم بیرغ نه لیدل کیږي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، طالب چارواکو د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ جې تر یوې پېړۍ زیات قدامت لري په نا اعلان شوي ډول را ښکته او پرځای یې د خپلې ډلې سپین بیرغ حاکم کړ.

د دوی دا بیرغ هم د رژیم په شان یې د افغانانو په شان بهرنیان په رسمیت نه پېژني او د استفادې اجازه نه ورته ورکوي.

د ملا متقي پر خپرو شویو ویډیوګانو او تصویرونو له دې امله ګڼې نیوکې شوي.

د طالبانو منقدانو دوی ته په خطاب کې ویلي: لکه څنګه چې مو هېواد کې دننه خپل ملي بیرغ ته په سپکه سترګه وکتل، دغسې بهر کې سپکیږئ او بې بیرغه او بې هویته ښکارئ.

له دې سره، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلویزون او یو شمېر نورو رسنیو د ملا متقي په خپرو کړو عکسونو او ویډیوګانو کې د طالبانو سپین بیرغ فوټوشاپ کړی چې نیوکو سره مخ شوی.

یو شمېر منتقدانو ویلي چې طالبان باید د داسې جعل کاریو پر ځای د افغانانو ارادې ته په درناوي ملي بیرغ او نور ملي ارزښتونه ومني او د خپل رژیم د مشروعیت لپاره عاجل اصلاحات او اقدامات پيل کړي.

بر طالب چارواکو له دې امله مخکې هم نیوکې شوي، خو دوی بابیزه ګڼلي.

2 COMMENTS

  1. ټولو ته دا جوته ده چې ټالبان په دیپلوماسي او خارجي سیاست هېڅ نه پوهیږي ، نو له ملا متقي نه دا ګیله نه ده په کار.
    په نړیوالو کنفرانسونو اوغونډو کې د یوه هېواد بیرغ د هغوی د متبوع هېواد د درناوي لپاره د هغوی د استازو ترڅنګ ایښودل ډېر مهم دی او بیرغ د یوه هېواد رسمي سمبول وي .
    ټالبان خپله نه غواړي چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني . دوی ته د ملا ډیزل او ملا آی اس آی له خوا دا درس ورکول کیږي ، چې تاسو سرپرست او د یوه لنډ وخت لپاره په افغانستان کې پاته کیدای شئ ، نو له همدې امله دوی باید داسې کرکجن او افراطي اعمال سرته ورسوي چې د افغانستان په تاریخ کې د تل لپاره محوه او بیا هېڅکله د جهاد او افراط غږ څوک پورته نه کړي .
    بد بختي به دا وي چې دوی به نه وي او بیا به د آی اس آی په توده غېږ کې پراته وي ، خو افغانانو ته به اور بل کړي او بیا به د وینو ویالې بهیږي .
    د ټالبانو په راتګ سره اساسي قانون وځنډول شو ، ملي بیرغ راښکته او اکثره قوانین ملغی شول ، د ملي بیرغ پرځای سپین څادر چې کلمه پرې لیکل شوې پورته شوه چې نه شورا او نه لویې جرګې تصویب کړې . که اسلام په سپین بیرغ وي، د اسرائیلو او جاپان بیرغونه هم سپین دي . د پنجاب نیم بیرغ چې د هغه هېواد د عیسوي لږکیو د موجودیت سمبول دي هم سپین دی .

  2. دوۍ ته افغانی ارزښتونه مطرح نه دی او نه غواړوی چی د هیواد د وکړو غوښتنو ته ارزښت ورکړی او د خپلی ایډیولوژی له مخی وایی چی مم زرما ټول زما .
    خو دا چاره تر پایه چلیدونکی نه ښکاری د ګټو پر ځای به زیانونه را ولاړ کړی!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب