یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد: افغانستان د بندونو د جوړولو لپاره د چا اجازې ته اړتیا...

مجاهد: افغانستان د بندونو د جوړولو لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لري

تاند (دوشنبه، د جدي ۳مه) د طالبانو د حکومت د کونړ پر سین د بند جوړولو په اړه د افغانستان پر پلان د پاکستان د غبرګون ځواب ورکړ.

د طالبانوویندوی ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په ځواب کې وویل، افغانستان پر کونړ سیند د بند جوړولو لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لري.

ده زیاته کړه:«د افغانستان اوبه د بل هچا حق نه دي او د بندونو د جوړولو لپاره د چا اجازې ته انتظار نه باسو او نه د چا کوم فشار منو.»

وروسته له دې چې طالب چارواکو وویل چې پر کونړ سیند بند جوړوي، یو شمېر پاکستاني چارواکو د افغانستان دا اقدام له پاکستان سره دښمني وبلله.

خو د طالبانو ویندوی وايي چې د دوی حکومت اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسی غوره کړې او له همدې کبله له ګاونډیو هیوادونو سره ښې سوداګري او ترانزیتي اړیکې لري.

خودا په داسې حال کې ده چې پاکستان په تېرو دوو کلونو کې، چې طالبان واک ته رسیدلي، په ځلونو د افغان سوداګرو پر مالونو خپلې لارې بندې کړي او د ترانزیتي موافقو سرغړونه یې کړې ده.

4 COMMENTS

  1. اوس به بیا بی شرمه خائین کمونیستان چیغی شروع کړی او و به وائی چی طالبان مبارک د محمد داؤد ارمان د کنړ بند جوړل په ځای کوی هو د افغان ملت داسی کمونیستی دوښمنان غواړی په داسی ناقصو تبلیغاتو خپلی کمونیستی خیانتونو ته ملی بڼه ورکړی او اوس قدیانی طالبان شوی دی!!!

  2. د طالبانوویندوی ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په ځواب کې وویل، افغانستان پر کونړ سیند د بند جوړولو لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لري.
    ښاغلی مجاهد دیی ژوندی وی چه داسی غږ پورته کوی.
    هر هغه څوک چه د پاکستان په ضد ږغ او آواز پورته کړی د ریښتینی افغانانو د زړه سر دی.
    که همدغه مجاهد صاحب دی، که خلقی او پرچمی صاحب دی، که تنظیمی صاحب دی او که بی ګونده او بی طرفه افغان صاحب دی.

    پاکستان د افغانستان ابدی، ظالم، مکار، شیطان او بی غیرته دښمن دی.

  3. چې دا یو شمېر قدیانیان منظور مې قادیانیان دي ، ولې د افغانستان پر آبادۍ خفه کیږي . د افغانانو د وېشلو لپاره بیا هغه زړې تراوې یادوی ، لکه کمونست ، مجاهد وغیره .
    د الله تعالی فضل ده ، اوس ټول یو افغانان یو او یو ځای به دا وطن جوړو . د قادیانیانو، شر اچوونکو اوتفرقه اچونکو د مخ تور وي . ژوندی د وي افغان ملت .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب