سریزه:
فلسفې ته بلنه د ویل ډورانټ یو مشهور ترین اثر دی، که د ویل ډورانټ پر اثارو او ژوند وږغېږو نو اصلي فلسفې ته بلنه یا په پښتو کي د (حکمت او فلسفې ودانۍ) موضوع به پاته وي، خو د لیکوال او د اثارو په اړه غواړم لږ توضیحات وړاندي کړم، تر څو د اثارو د نومونو او د ده د ژوند سره لږ نور هم بلد سو.
ویل ډورانټ او اثار ئې:
ویل ډورانټ چي بشپړ نوم ئې ویلیم جیمز ډورانټ دی، د نومبر پر 5مه، په 1885 کي د امریکا په شمالي اډمز، میساچوسټس کي، په یوې کډوالي کورنۍ کي زېږېدلی و. ډورانټ د سینټ پیټر کالج څخه د فراغت وروسته ئې د خپل مسلک (خبریالۍ) په توګه کار پیل کړ له دې وروسته ئې د څو کلونو لپاره تدریس وکړ. په دې جریان کي ئې د یوې تکړه شاګردي سره مینه پيدا سوه او له هغې سره ئې واده وکړ. دې واده د ویل ډورانټ ژوند په بشپړ ډول بدل کړ، ځکه چي هغه درس پرېښود او د ټولنپوهنې فلسفي نظریاتو ته ئې پام واړوه. په 1913 کي ئې تدریس پرېښود په ځینو مذهبي او علمي مرکزونو کی ېې د ۵ او ۱۰ ډالرو په بدل کي لکچرونه وړاندي کړل، د همدغو لیکچرونو محتويات د تمدن د تاریخ د پیل ټکی سو. ډورانټ په 1917 کي، کله چي هغه د کولمبیا پوهنتون څخه په فلسفه کي د دوکتورا سند ترلاسه کړ، ډورانټ خپل لومړی کتاب “فلسفه او ټولنیزه ستونزه” ولیکئ.
د ده دوهم کتاب چي د فلسفې تاریخ نومېږي، چي هغه ئې د یو مشهور لیکوال په توګه تاسیس کړ. دا کتاب، په دریو لسیزو کي له دوه میلیونو څخه زیاتي نسخې وپلورل سوې او په څو ژبو وژباړل سوې. د فلسفې تاریخ د ډورانټ کورنۍ دوندي خپلواکۍ ته راوستل، چي دوی په دې سره څو څو ځله د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفر وکړي او څلور لسیزې ئې د “تمدن تاریخ” لیکلو ته وقف کړې.
د تمدن تاریخ د ویل ډورانټ او ورسره د هغه د میرمنې شاهکار بلل کېږي، هغه کار چي فلسفه او تاریخي ادبیات ئې بیا تعریف کړل. د دې یوولس جلده نشرول له ۱۹۳۵ څخه تر ۱۹۷۵ پورې دوام درلود. د دې کار د لیکلو په ترڅ کي د ډورانټ کورنۍ هڅه وکړه، چي یو خاص تاریخ جوړ کړي. دوی د تاریخ د تخصص خلاف وو او د دوی کتاب نه یوازې د لویدیځي نړۍ د جګړو تاریخ، سیاست او د لویو انسانانو ژوند لیکونه بیانوي، بلکي د کلتور، فلسفې، مذهب، هنر او د لویدیځ د ظهور تاریخ هم بیانوي، چي په دې سره ده نړۍ نوره هم سره وتړل. د هغه نور اثار: د تاریخ اتلان، د فلسفې خوند، فلسفې ته بلنه، د ژوند د مانا په اړه، د تاریخ درسونه، د ژوند مانا…
ویل ډورانټ نه یوازي د یو لیکوال په توګه و، بلکي د یو ټولنیز فعال په توګه هم و هغه د مساواتو په اړه، د ښځو د رایي ورکولو په اړه، او د بشري قوې لپاره ئې د مناسب کاري شرایطو لپاره مبارزه کوله. د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کي ئې څو تاثرګذاره ویناوې کړي دي. ویل ډورانت د شلمي پيړۍ هغه لیکوال دئ، چي د پلیتزر جایزه ېې وړه ده او د ازادۍ مډال ېئ ترلاسه کړی دئ.
د پلیټزر جایزه: دا جایزه کلنۍ جایزه ده، چي هر کال د ژورنالیزم، ادبیاتو او د موسیقۍ په برخه کي ورکول کېږي. دا جایزه د نیویارک ښار د کولمبیا پوهنتون لخوا ورکول کیږي. په اصل کي دا جایزه د پنځه لکو 500,000 ډالرو ده، چي د ورځپاڼې او مجلې مسؤل جوزف پلیټزر لخوا ورکړل سوې وې، او د 1917 راهیسي د مې په هره میاشت کي ورکول کیږي. دا پلیټزر جایزه د کولمبیا پوهنتون لخوا د پلیټزر جایزې بورډ په سپارښتني سره رامینځته کیږي، چي د قاضیانو لخوا ټاکل سوي د اثارو مسؤلینو ته ورکول کېږي. د کلونو په اوږدو کي په شمیر او کټګورۍ کي توپیر سره لري؛ مګر اوس د ژورنالیزم په برخه کي 14 جایزې، په ادبیاتو کي 6 جایزې او د موسیقۍ په برخه کي 1 جایزه لري. ویل ډورانټ ته د پلیټزر جایزه په کال ۱۹۶۸ کي ورکول سوې ده.
ویل ډورانټ او د هغه میرمن ایریل ډورانټ د خپل ژوند تر پایه پورې له یو بل سره ژوره مینه درلوده. وروسته له هغه چي ویل ډورانټ په روغتون کي بستر سو، میرمني ئې له خوړلو ډډه وکړه او د اکتوبر پر 25مه. 1981 کي مړه سوه. ویل ډیورنټ د دې دا خبر چي واورید دوې اونۍ وروسته د ۱۹۸۱ کال د نومبر پر اوومه د شپږنیوي کالو په عمر مړ سو.
د ویل دورانټ یو اثر: فلسفې ته بلنه (د حکمت او فلسفې ودانۍ)
فلسفې ته بلنه له حکمت سره مینه او په فلسفه کي د نویو لارو لټون دئ. هغه پخپله “فلسفې ته بلنه” کي وايي: “بدن زوړ کېدای سي، مګر په نویو افکارو سره ځوان پاتې کیدی سي.” اوس چي د ویل ډیورنټ له مړینې څخه څو لسیزې وروسته د هغه د ځینو نورو ناچاپ سویو اثارو د لومړۍ ګڼې په خپرېدو او یا بیا چاپېدو سره دا جوته سوه چي دغه ستر څېړونکی او لیکوال څوندي د ژوند له ځواک او ځوانۍ څخه ډک و.
ډورانټ “فلسفې ته بلنه” کي دا تشریح کوي چي ولې انسان فلسفې ته اړتیا لري، دا د دې لپاره چي فلسفه د نورو ټولو علومو په ګټه بدله سوې ده. په دې کتاب کي هغه وايي چي د فلسفې کیسه د یو لاسي معما په پوهیدلو کي خورا مهمه ده، چي ذهن څه شی دئ. فلسفه په ورېځو کي ډوب سوي کوم مهم اسرار نه دی، چي د انساني ژوند سره هیڅ تړاو نلري یا اغیزه نلري. بلکه دا یوه لویه او مهمه مسله ده.
فلسفه د دې مهمې او اساسي مسئلې د پوهیدو هڅه کوي، چي د انسان د ژوند معنی او ارزښت څه دی او په دې ناپایه نړۍ کي د انسان امکانات څه دي؟ هغه تشریح کوي چي فلسفه یو عمومي چلند دی، طریقه ده او روش دی، چي په دې سره کولی سي هرڅه پخپل ځان کي وپوښي. هغه له انساني چارو څخه د فلسفې وتل او په خالصو علمی بحثونو کي لاس اچول خطرناک ګڼي او لیکي چي فلسفه له ساینس پرته بې واکه ده. او له فلسفې پرته ساینس نه یوازې بې وسه او تنها نه دی، بلکي تباه او بربادونکی هم دی. په دې کار کي هغه د فلسفې قوتونه او ضعفونه څیړي او په تاریخ کي د خپلو مثالونو لکه کنفیوشس، سقراط، افلاطون او جیوردانو برونو په واسطه ئې بیا زده کوي. په پای کي، دا د ژوند فلسفې او د ژوند معنی ته ځي، فلسفه څه شی ده او زموږ د وخت لپاره د فلسفې اړتیا څه شی ده دا ټول په دې کتاب کي تشریح کوي. ډورانټ دا کتاب له نړیوالې جګړې څو کاله مخکي لیکلی و او د جګړې له پیله ئې دا وښودله، چي ولې د فلسفې د انزوا او اخلاقي زوال په اړه اندېښمن و.
دا سړی هيله مند و، چي فلسفه او اخلاق به خپل مهم رول بيا ومومي. کله چي موږ “فلسفې ته بلنه” پای ته رسوو، موږ د حیرانتیا احساس کوو، چي موږ د فلسفې او فیلسوفانو په اړه یوه نوې پوهه موندلې ده. د ډورانټ دا کتاب په سمه توګه فلسفنې ته بلنه ده. په ریښتیني څیړنه کي د ګډون لپاره بلنه ده او د انساني پوهاوي حدود او محدودیتونو په اړه سم انعکاس دی. یو سړی چي موږ ئې “عاقل” بولو، په دې کتاب سره په واقعیت کي عاقل کېدای سي.
- په مجموع کي کتاب پر څلورو برخو ویشل سوی دی لومړۍ برخه فلسفې ته کتنه ده، چي د پیړیو په اوږدو کي د فلسفې قلمرو، د معرفت پيژندني او الاهیاتو سره او د فلسفې او علم ترمنځ اړیکي او د هغو ماهیت باندي بحث کوي.
- په دوهمه برخه کي د فلسفې اصلي ښاخونه تشریح کوي او له هغو ټولو پوښتنو ته جوابونه وايي چی له معرفت پيژندني نیولې تر میتافزیک، سیاست او اخلاقو پوري او خپله د ډورانټ نظریات هم ورسره شرحه کېږي.
- په درېیمه برخه کي د فلسفې پر زده کړه، پر تاریخ او ژوندلیکونو د بېلګو په مرسته د څلورو فیلسوفیانو نظریات کنفیوسیوس، سقراط، اپلاتون او جورډانو وړاندي کوي.
- د کتاب څلورمه او وروستۍ برخه د انسان د وجود په اړه د ډورانټ او د ده د میرمني آریل ډورانټ نظر او بحث راغلی دی، چي د انساني تګلوري له پيل او تر پایه پوري فلسفه په عمل کي راښیي.
د حکمت او فلسفې ودانۍ
په پښتو کي دا ممکن اول وار وي، چي د ویل ډورانټ دا اثر فلسفې ته بلنه (Invitation to Philosophy ) یا په فارسي (دعوت به فلسفه) پښتو کېږي ددې کتاب ژباړن ښاغلی نیاز محمد نثار دی، دا کتاب په کندهار کی صداقت خپرندویه ټولني خپور کړی دی، زه له دواړو صداقت خپرندويي ټولني او ژباړن څخه منندوی یم، چي پښتو او دې ټولني ته د نړیوال شهکارونه او د نړیوالو لیکوالو او فیلسوفیانو اثار او افکار دې ټولني او پښتو ته ډالۍ کوي، دا په واقیعت ستر کار دی او د ټولني په ویښتیا او روښانتیا کي مهم رول لري، د فلسفي کتابونو راتګ پښتو او پښتنو ته په اصل کي له تاریکۍ څخه د رڼا لوري ته یون دئ. دا چي په ټوله کي خبره خلاصه سي نو د کتاب لیکل، ژباړل، چاپ و توزیع او مطالعه ئې د ويده ذهن او ولس راوېښول دي، موږ په دغه ډول علمي کارونو باندي د افغاني رئنسانس د پيل قدمونه اخلو.
د کتاب ژباړه ممکن تر دې هم ساده سوې وای، خو دا چی فلسفي مفاهیم او مثالونه څه سخت دي، نو بیا د فلسفي لیکوالو اثار او نثر به طبعآ سخت وي، ژباړن تر خپله وسه زیار ایستلی دی په ځینو ځایونو کي ده خپله هم د لمن لیک پر ځای د کتاب په اصلي محتوا کي موضوع او مثال تشریح کړی دی او لکه څنګه چي خپل په خبرو کي هم وايي، ( هیله ده، چي قدرمن لوستونکي به د کتاب په پښتو ژباړي کي کمۍ او کاستۍ راته وبخښي او دبل وخت لپاره ئې راته په ګوته کړي، د حکمت او فلسفې علوم پېچلي مفاهیم او مقولې لري، نو ځکه لوستونکو ته د پښتو ژباړن وړاندیز دا دی، چي د کتاب او مضامینو څخه ئې د ټوله ائیز پوهاوي او فهم ترلاسه کولو هڅه وکړي او له جملې-جملې نکتهچینۍ څخه ئې تېر سي، تر څو د لوستلو پر مهال ورباندي ونه غمېږي). د ژباړن دا وړاندیز تر یوځایه سم بولم خو فقط دوې نقطې غواړم یادي کړم: که له فلسفې سره څوک اشنا کوو، نو پېچلي مفاهیم به پخپله ورته ساده کوو، هو دا سمه ده چي اصلي متن کي نه دي تشریح سوي خو د ژباړي دا اصل دی، چي په روانه، سلیسه او اسانه ژبه مفهوم ساده کولای سو، چي محتوا او مانا ته تغییر ور نه کول سي.
بل د کتاب اصلي نوم فلسفې ته بلنه وه، زه فکر کوم ډېر ښایسته او زړه وړونکی نوم دی فلسفې ته بلنه، دا چي ژباړن خپلي غاړي هم خلاصي کړي دي ویلي يي دي: (لیکوال فلسفې ته بلنه په کال ۱۹۷۱ کال خپور کړ، خو د پښټو لپاره يي موږ د شرایطو له غوښتني سره سم ((د حکمت او فلسفې ودانۍ)) سرلیک مناسب وګڼئ). ژباړن شرایط یاد کړي خو واضیح سوي نه دي، که د نظام خبره کوي، چي امارت دی او له فلسفې او منطق سره نه دي جوړ نو د کتاب پر مخ خو هغسي هم د فلسفې نوم راغلی دی که فلسفې ته بلنه وایی تر دې نوم به لږ نور هم په زړه پوري وای لکه اوس چی د حکمت او فلسفې ودانۍ ده، زه فکر کوم چي حکمت پخپله د فلسفې یوه برخه او فلسفه حکمت تشریح کولای سي خو حکمت فلسفه نسي تشریح کولای، په عنوان کی حکمت تر فلسفې وړاندي راوستل پخپله فلسفه تر سوال لاندي راولي، زما په نظر خپل نوم فلسفې ته بلنه مناسب نوم و، که اوسني شرایط یادوو دا به بهتره وای چي کتاب او ژباړن له جنجالونو سره مخ سوی وای ځکه دلته چی هر څه له جنجال سره مخ سي هغوندي ورته توجه بیا زیاته کېږي هم به کتاب مارکېټ پيدا کړی وای او هم به تر ډېرو رسیدلای وای، دا به په اصل کي يي د خوند خبره ځکه وای، چي د کتاب ارزښت به نور هم ډیر سوی وای او کتاب به د لسو خلکو بیا سلو کسانو مطالعه کړی وای، په هر صورت دا زما دوې یادوني ددې مانا نه لري چي د فلسفې دا کتاب او د ژباړن دا هڅه دي نیمګړې یاده سي. بلکي ددې اثر ژباړه او ددې کتاب چاپ ټولو افغانانو ته د څراغ یوه رڼا ده د ژباړن دداسي نورو مناسبو او دقیقو هڅو په هیله.
کتاب مو فلسفې ته بولي، فلسفه ژوند راته مانا کوي او د ژوند څخه د خوند اخیستلو، له تاریکۍ څخه د وتلو او پر لوړو مسايلو فکر کولو توان راکوي، راځئ چي د فلسفې دا بلنه ومنو او خپل ویده اذهان راویښ کړو، چي یوې ارماني او تمدني ټولني ته سیخ سو او د ارمان ښار په واټونو کي قدم ووهو!