د تعامل پالیسي په دوه ډوله ده: منفي تعامل او مثبت تعامل.
د مثبت تعامل د پالیسۍ د سیاست په اساس دا ممکنه ده، چې د یو هېواد امنیتي او اقتصادي بڼستونه تقویه او د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره اړیکې ښې شي.
خو د منفي تعامل د پالیسۍ په اساس د هېواد امنیتي، اقتصادي او سیاسي بڼسټونه له منځه ځي او یا سخته ضربه خوري او د هېواد ملي ګټې متضرره کیږي.
منفي تعامل هغه وخت رامنځته کیږي، چې د جنګ اصلي خوا یا خواوې څنډې ته او نړۍوال او یا سیمه ییز هېوادونه د جنګي ډلو او اشخاصو سره د خپلو محدودو اهدافو په خاطر جوړ جاړې یا تعامل وکړي.
منفي تعامل د حکومتونو له خوا هم تر سره کیږي، چې د نظام او ادارو د تقویې په عوض د افرادو او ډلو سره د منفي تعامل له اړخه بېلابېل امتیاز ورکوي. د بد یا منفي تعامل په پایله کې حکومتونه او نظامونه سقوط کوي. په کورنۍ کې هم منفي تعامل ښه پایله نه لري.
د منفي تعامل په پایله کې حکومتولي خرابیږي او د خرابې حکومتولې په رامنځته کېدو سره نظامونه او حکومتونه له منځه ځي.
که د افغانستان لنډ پنځوس کلن تاریخ ته کتنه وکړو، نړۍوالې او سیمه ییزې ټولنې د افغانانو د سیاسي ډلو، حکومتونو او افرادو سره همېشه منفي تعامل درلود. د داود خان جمهوریت د محدودو کسانو سره د منفي تعامل په مرسته کودتاه وکړه او کله چې قدرت په زور ونیول شي؛ نو خامخا به خپلو ملګرو ته امتیاز ورکوئ او د حکومتولۍ اساس همدلته له خرابۍ سره مخامخ کیږي.
د څو محدود کسانو سره د ولس او موسساتو د تقویې په عوض منفي تعامل صورت نیسي. پایله یې همدا شوله چې د داود خان جمهوریت د پوځي کودتاه په کولو سره له منځه لاړو.
د خلق ډېموکراتیک ګوند هم د پخواني شوروي اتحاد سره د منفي تعامل په نتیجه کې رامنځته او قدرت یې د کودتاه له لارې ونیوه. بیا هم قدرت د یو حزب په کنترول کې و او په مقابل کې مخالفین د سیمه ییزو او نړۍوالو قدرتونو او هېوادونو له خوا تقویه شول.
دلته دوه اړخیزه منفي تعامل رامنځته شو؛ پایلې یې دا وې چې د خلق ډېموکراتیک ګوند حکومت د مجاهدینو او هم د داخلي منفي تعامل په وسیله رانسکور شو.
مجاهدینو هم د سیمه ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره او همدا شان د نړۍ د مذهبي افراطي ګوندونو او ډلو سره منفي تعامل درلود. له دواړو اړخونو نه د ولس ګټې مطرح نه وې بلکې د قدرت نیول او ساتل مطرح وو. پایله یې بیا همدا شوله چې نویو نیابتي جګړو ته یې دروازه پرانیستله او داخلي جګړې رامنځته شوې، د افراطي، جنایي او ترورستي ډلو نفوذ نور هم زیات شو.
طالبان هم په لومړي دور کې د منفي تعامل په نتیجه کې رامنځته شول. یوه طبقه حاکمه وه او پنځه کاله یې د احوال شخصیه د مسایلو نه نور څه مطرح نه کړل. افغانستان د جهاد د دورې او داخلي جګړو له امله د عربو د افراطي ډلو په ځاله بدل شوی و او پایله یې د امریکا او ناټو مداخله او شل کاله نیابتي جنګونه شول.
د دغه منفي تعامل پایله هم ناکامه وه. جمهوریت هم په شل کلن دور کې د جنګونو له امله په ډېرو مواردو کې د ولس د حمایت او د موسساتو د تقویې په عوض د افرادو او سیاسي ډلو سره منفي تعامل درلود او پایله بیا هم د نظام سقوط وه.
د تېرو تاریخي تجربو په نظر کې نیولو سره د طالبانو اوسنی تعامل د ولس، سیمه ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره منفي تعامل دی؛ پایله به خامخا منفي وي.
منفي تعامل ځکه دی، چې طالبان د ولس د سکون، ښیرازې او پرمختګ لپاره پلان نه لري بلکې کوښښ کوي، چې د ټوپک د برچې په زور پر ولس حاکمیت وکړي. د برچې په زور حکومت نیولی شي؛ خو د برچې په څوکه څوک کیناستلې نه شي.
د سیمه ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره د دوی د تعامل فرموله هم منفي ده او همدا علت دی، چې تېرو دوه نیمو کلونو کې هېڅ یو هېواد د طالبانو حاکمیت په رسمیت ونه پېژنده.
په منفي تعامل کې د متقابل لورو ګټې مطرح دي نه د ولس ګټه او سکون. طالبان غواړي چې د تعامل په نتیجه کې په قدرت پاتې شي او دنیا دوی په رسمیت وپېژنې. نړۍ او سیمه يیز هېوادونو ته هم د افغانانو ګټې او سکون مطرح نه دی؛ بلکې غواړي چې خپل محدود اهداف د طالبانو سره د تعامل په اساس تر لاسه کړي.
د منفي تعامل د عسل شپې یا هانې موون شپې همېشه لنډې وي او نه شي کولی، چې د سیمه ییزو او نړۍوالو هېوادونو او هم د ولس سره په ښه توګه دوام وکړی شي. یا په بله اصطلاح دغسې حالت ته چې افغانستان د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې استازی نه لري، سفارتونه او بانکي سیستمونه فلج وي، فزیکي، رواني او بشري امنیت نه وي او خلک کوښښ کوي، چې له هېواد څخه ووځي، نیم بسمل یا نیم ژوبله حالت وایي؛ که د نیم ژوبله مرغۍ تداوي ونه شي، خامخا به مرګ ته شپې او ورځې تېروي او پایله به مرګ وي.
که مثبت تعامل نه وي؛ نو د یو ملک د ښکته رتبه مامور په لیدو هم طالبان ځانونه غولوي او فکر کوي، چې دنیا دوی په رسمیت پېژني. منفي تعاملات همېشه زیاته استخباراتي برخه لري او د استخباراتو تعامل همېشه د غیر مشروع ډلو، جنایي او حتا ترورستي ګروپونو سره وي؛ تر څو په هغوی کې نفوذ او یا کنترول ولري او یا د استخباراتو پروژې عملي کړي؛ خو د دغه تعامل ګټه خپل ولس، یعنې افغانانو ته نه رسیږي.
د همدغه منفي تعامل په پایله کې تاسي ولیدل، چې د طالبانو څلور نور لوړ پوړې چارواکي په تورلست کې داخل شول. د ملګرو ملتونو چوکۍ یو ځل بیا سږکال طالبانو ته ورنه کړل شوه. د افغانستان پیسې اوس هم د امریکا له خوا کنګل پاتې دي.
هېڅ یو هېواد لا تر اوسه طالبان د حکومت په حیث په رسمیت نه دي، پېژندلې ځکه له طالبانو سره او د طالبانو د نورو سره تعامل ټول منفي تعامل دی.
مثبت تعامل هغه دی، چې یو هېواد قانونمند او مشروع حکومت ولري. د قانونمند او مشروع حکومت په درلودلو سره، د ولس او حکومت تر منځ اړیکي د قانون له مخې تعریف شوي وي. د قانون په اساس تعریف شوي چوکاټ کې ټول ولس (ښځې او نر) د کار، ژوند، سیاست او د بیان ازادی حق ولري.
د قانونمند او مشروع حکومت سره د سیمه ییزو او نړۍوال قدرتونو او هېوادونه اړیکې هم مشروعیت لري. هر ډول اقتصادي، سیاسي او یا نورې نړۍوالې لوظنامې او برنامې مشروعیت پېدا کوي او راتلونکی حکومت هغه پرېکړې او لوظنامې نه شي چلنج کولی.
که قانونمند او مشروع حکومت نه وي، د هر هېواد او یا کمپنیو او تجارانو پرېکړې ټولې غیر قانوني او غیر مشروع حیثیت لري او راتلونکې حکومت نه یوازې دا چې هغه لغوه کولې شي بلکې د خسارې غوښتنه هم کولې شي.
د پورته واقعیتونو په نظر کې نیولو سره، دا مهمه ده چې د افغانستان په مسایلو کې ټول دخیل اړخونه د منفي تعامل په عوض، مثبت تعامل لپاره لاره هواره کړي، چې څنګه یو قانونمند او مشروع حکومت رامنځته شي.
دا کار یوازې د فکر په تغیر سره امکان لري، چې ټولې خواوې خپل منجمد فکرونو او نظرونو ته د مثبت تعامل لپاره تغیر ورکړي. د مثبت تعامل په پایله کې افغانستان د نړۍ په سټیج کې حیثیت درلودلی شي. د مثبت تعامل په پایله کې افغانانو ته او هم ټولو د خیلو خواو ته ګټه رسیږي.
په تعامل کی باید د ولس ګډی ګټی مطح شی او د قدرت نیول او ساتل اړین نه دی که یواځی د قدرت نیول او ساتل مطرح شی بیا نو د ټولنی (قدرت) د مرګ یوی ژوری کندی ته ورلویدل حتمی دی.
د حکومتونو په ژوند کی مثبت تعامل کولای شی چی د هیواد شته ستونزو ته د حل لاری پيدا کړی او ولسونه د پرمختیا او پرمختګ په لاره روان کړی!!!