یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه ۴ سیمه ییزو هېوادونو کې د افغانانو یو نیم سل میلیارده...

په ۴ سیمه ییزو هېوادونو کې د افغانانو یو نیم سل میلیارده ډالره پانګونه

تاند ( سې شنبه، د جدي پنځمه) د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر عزیز الدین نوري ویلي چې افغان پانګوالو یوازې د سیمې په څلورو هېوادونو( ترکیه، متحده عربي اماراتو، ایران او پاکستان) کې تر یو نیم سل میلیارده امریکایي ډالرو پانګونه کړې ده.

هغه زیاتوي:دغو پانګوالو یوازې په ترکیه کې نږدې ۹۵ مېلیاره ډالره پانګونه کړې او زموږ وزارت کوښښ کوي، پانګوالو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي چې خپلې پانګې هېواد ته را ولېږدوي.

عزیزي ونه ویل چې په دې برخه کې به یې هڅې پر کومو برخو متمرکزې وي.

مخکې د طالبانو د رئیس الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي ویلي وو چې له پاکستانه هغو افغانانو ته د پانګو د لېږد لپاره یې په صنعتي ښارګوټو کې ځمکې او نورې اسانتیاوې برابروي چې غواړي خپلې پانګې له پاکستانه هېواد ته ولېږدوي.

طالب چارواکو تر دې مخکې بهر مېشتو افغان پانګوالو ته په هېواد کې د امنیت تامینیدو او فساد ختمیدو خبر ورکړی او ویلي چې په ډاډه زړه خپلې پانګې هېواد ته لېږدولی شي.

یو شمېر افغان پانګوال او څارونکي بیا باور لري چې د طالبانو د افراطي پرېکړو او دریځونو له دوام سره چې نه افغان نجونې د زده کړو، نه نور خلک په یوه قانونمنده فضا کې په خپله سلیقه د ژوند او د هېواد په برخلیک کې د رایې حق لري، ممکنه نه ده چې افغان پانګوال خپلې پانګې هېواد ته ولېږدوي.

یو شمېر راپورونه دا هم ښيي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، هېواد ته د بهر مېشتو افغان پانګوالو د پانګو د لېږد پرځای، له هېواده لا نور هم د پانګوالو پانګې بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب