یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ناکامورا په اړه د سراج الدین حقاني څرګندونې

د ناکامورا په اړه د سراج الدین حقاني څرګندونې

تاند ( سې شنبه، د جدي پنځمه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د جاپان هېواد، سسکاوا سولې بنسټ له پلاوي سره دلیدنې پر مهال په ننګرهار کې د وژل شوي جاپاني خدمتګار ډاکټر تیتسو ناکامورا یادونه کړې او هغه یې « خواخوږی او مخور» شخصیت بللی.

 د حقاني دفتر د دې لیدنې په اړه لیکلي: سراج الدین حقاني دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې جاپان، په سختو حالاتو کې افغانانو سره مرسته کړې او زیاته یې کړه چې دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکې د ناکامورا په څېر د مخورو او خواخوږو انسانانو له کړنو اغېزمنې دي.

ناکامورا شاوخوا څلور کاله مخکې په جلال اباد کې ناڅرګندو وسله والو په ډزو وواژه.

هغه چې د افغانستان په ختیځ کې یې د اوبو د مدیریت بېلابېلې پروژې عملي کړې وې، په افغانستان کې خورا محبوب او په «کاکامراد» مشهور و.

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني نوموړي ته د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړی و.

د طالبانو مخالفانو هغه مهال د نوموړي د وژل کېدو پړه پر دغې ډلې واچوله او ادعا یې لرله چې طالبانو د پاکستان په اشاره هغه وژلی څو پاکستان ته د کونړ سېند د وړیا بهیدو مخه ونیسي.

د طالبانو له واک ته رسېدو سره، طالبانو هم د نوموړي کارونه وستایل او د پروژو پر دوام یې ټینګار وکړ.

له دې سره، طالب چارواکو نه دي ویلي چې ناکامورا د چا له لوري او ولې وژل شوی؟

تېره اوونۍ یوې جاپاني رسنۍ خبر ورکړ چې د دغه هېواد یوه متقاعد انجینر نوریو اوا افغانستان ته د جاپاني الاصله افغان تیتسو ناکامورا د نېمګړو پاتې پروژو د دوام ورکولو لپاره سفر کړی.

8 COMMENTS

  1. د ناپوهه کباړی زوی کاکا مراد یې هم مړ که او اوس غم شریکی هم کوی لعنت دی د ای اس ای په سپیانو وې

  2. هـم می ووژني په خپـله هم پـر مـا بانـدی ژړا کا
    څه ښه یار دی ته یی ګوره وژل هسی شیون هسی

  3. هم مي ووژني پخپله هم په ما باندې ژړا کړي… څه ښه يار دۍ ښه يي مينه وژل هسي شيون هسي.

  4. پاسنۍ شعر ما (خاوری سورګل ) ستاسو پخوانې لوستونکی استولی مګر د بل چا په نوم خپور شوی خېر کومه خبره نده .

  5. په پښنی سره
    پاسنۍ شعر ما (زېړګل ) ستاسو پخوانې لوستونکی استولی مګر د محمد ربی اماج په نوم خپور شوی خېر کومه خبره نده .

  6. سور ګُل ورور ته دې وویل سی چی ګران ورور محمد رپی آماج د ګُلو وړاندی کړی ګیډی د حاجی نظر جان د باغ څخه نه ده غلا کړی بلکه د ګُلانو د عمومی پارک( د خوشحال خان خټک) د څنډی څخه ئی په مشروع توګه شکولی او موږ ټولو ته ئی وړاندی کړی ده البته ستا ئی هم کور ودان چی د شکَولو او وړاندی کولو زیار دی ګاللی دی.

  7. ناکامورا چي دِ صادقانه کار او خدمت په اساس او دا چي ځان یی مفید او خادم ثابت کړی وو، او داسی یو څوک چي مصارف یی هم ټول پخپله کول ؛ په کاکا مُراد خلکو ونازوو، خو په ډیر تاسف سره چي بی وجدان اجرتی قاتل چي په ظاهر کی مجاهد یا طالب وو ، هغه یی وواژه .
    کاکا مراد انسانی مقام ،ډیر اوچت وو ، کار یی ټول نافع وو ، او انسانی کمالات یی عالی وو؛ تر دی حد چي د ده هم عصر مجاهد، قوماندان او حتی پیر او ملا هم نه وو کړی سره له مسلمانی ، دا ولی
    ؟
    ځکه :
    اول ـ ښه روزل شوی وو .
    دوهم ـ جاپان کی مشران دِ خدمت دِ مسابقی سابقه لری ، هر یو کوښښ کوی تر بل ښه خدمت وکړی ؛ جاهلی تعصبات او انحصار ته وخت ندی پاتی ،فاستبقوا الخیرات باندی دوی عمل کړی نو
    ښه عمل ، ښه نتیجه ورکوی ؛ لیس للانسان الا ما سعی .
    دریم ـ کار ، اهل ته یی سپاری ،روابط ، قانون تر پښو لاندی نشی کولی .
    څلورم ـ دولتی کرسۍ امانت ده ، دِ ملت د خدمت لپاره او که یی خدمات نشوی وړاندی کولی ، ځان
    نه شرموی ، فی الفور استعفا ورکوی ؛ نه وایی ـ موږ ګټلی اوس یی په څلورو خورو ، د چا یی څه ؟
    نو په اختصار باید ووایم چي دِ هر څه نه مخکی مسلمان باید ، ښه انسان وی ؛ نه دا چي وزیر یا والی یا جنرال وی مګر د انسانیت له حساب مفلس وی او هر دنائت کی قهرمان وی .
    خلاصه دِ آیت الله محسنی خبره : ملا یا وزیر یا جنرال شدن آسان است ولی آدم شدن خیلی مشکل
    است ؛ نو امانات په جاهل او خاین نه ساتل کیږی ،لکه چي په مراتو تجربه شول .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب