تاند- یو شمېر استرالیايي څېړونکي په نړۍ کې په لومړي ځل د داسې یوه ستر کمپیوټر په جوړولو کار کوي چې په ثانیه کې ۲۲۸ تریلیون سیناپسې عملونه (فنکشن) کولی شي چې دا په تقریبي ډول د انسان د مازغو له عملونو سره برابر دي.
دا ستر کمپیوټر، چې ډیپ ساوت (DeepSouth) نومېږي، د ویسترن سیډني په پوهنتون کې تر کار لاندې دی او ټاکل شوې ده چې له راتلونکې کاله ورڅخه کار اخیستل پیل شي.
ساینسپوهان هیله لري چې دا بریا به د انسان د مازغو پر فعالیت ښه پوهېدو یا درک ته لاره هواره کړي چې څنګه د دومره کمې انرژۍ په مصرفولو خورا ډېر معلومات پروسیس کولی شی.