یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمتقي: ایران دې افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي

متقي: ایران دې افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي

تاند ( سې شنبه، د جدي پنځمه) د طالبانود بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ایران ته د سفر پر مهال له افغان کډوالو سره د ښه چلند غوښتنه کړې ده.

د نوموړي مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چې ملا متقي یاده غوښتنه له یو شمېر ایراني چارواکو سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران څخه پر افغان کډوالو د کاري محدودیتونو او ورسره د پولیسو د ناوړه چلند خبرونه زیات شوي.

له څه مودې راهیسې هره ورځ له ایرانه د زرګونه افغان کډوالو د جبري ایستو خبرونه ورکول کیږي.

ایران ته یوه لویه برخه افغانان پر قاچاقي لارو په دې هیله ځي چې یا هلته د کار فرصت ورته برابر شي، یا د دغه هېواد له لارې په قاچاقي بڼه لویدیزو هېوادونو ته د تلو فرصت پیدا کړي.

ایراني چارواکو مخکې له پاکستانه غوښتي وو چې افغان کډوالو سره انساني او مناسب چلند وکړي، خو د منتقدانو په خبره یې چې خپله دغه هېواد هم لکه پاکستان افغان کډوالو سره ناوړه او غیر انساني چلند کوي.

څه موده مخکې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني وویل چې له ایرانه ایستل شویو افغان کډوالو ورته شکایت کړی چې ایراني پولیسو د شکنجې ترڅنګ د دوی جیبونه هم لوټلي.

یو شمېر افغانان بیا د طالبانو رژیم د افغان کډوالو د حقونو په تامینولو کې پاتې بولي او وایي د سیمې هېوادونو سره په دې برخه کې د خپلو سیاسي مصلحتونو لپاره د یوه مسوول رژیم له دریځه نه شي غږیدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب